د لاس رسي وړ اتصالات

کمیسیون: ١٧٠ کاندیدانو ټگي کړې


د افغانستان دانتخاباتو د شکاېاتو کمېسون پرون دا خبره ومنله چه دپارلمانی انتخاباتو په دوران کی دېو سلو اوېاو نه زېاتو کاندېدانو د ټگئ او دوکې نه کار اخېستلی ؤ.

دشکاېاتو دکمېسون ېوه غړي احمد ضېا رفعت پرون ووېل چه ټول ټال څلور زره سل شکاېتونه نوموړي کمېسون ته ورسېدلی دي چه په دې جمله کې په راېې ورکولو کی ټگی او ېو لړ نورې بی نظمی گانی شاملی دي.

تراوسه پوری کمېسون راېې ورکولو په دوه سوه اوه وېشت مرکزونو کې راېې باطلی اعلان کړی دي.

تېره هفته دانتخاباتو دکمېسون مامورانو داکټوبر داولسمی پوری دانتخاباتو دضمنی نتېجو اعلانول معطل کړل.

نوموړی کمېسون واېې چه په دې اړه نور وخت ته اړتېا ده تر څو د شکاېتونو په باب په پوره او سمه توگه خپلی پلټنی او تحقېقات بشپړ کړی.

ټاکل شوی وه چه دروانی مېاشتی تر پای پوری ټولې نتېچی اعلان شی مگر اوس داسی ښکاری چه د څه نور لپاره وځنډېږی.

د افغانستان دپارلمان ددوه سوه نهه څلوېښتو څوکېو لپاره څلور عشارېه دری مېلونه افغانانو ی ورکړی وی.

XS
SM
MD
LG