د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه جالب معلومات


د طالبانو د نظام له پرځېدو وروسته په افغانستان کې دا د جمهوري ریاست د ټاکنو څلورم پړاو دی چې تر سره کیږي.

د ټاکنو کمیسیون وايي چې د دغو ټاکنو لپاره ۱۱ میلیونه او ۳۰۰ زره د رایو پاڼې چاپ کړي دي. د ولسمشرۍ ټاکنو کې د ګډون لپاره څه باندې نهه میلیونه او ۶۰۰ زره رایه ورکوونکو خپل نومونه ثبت کړي.

د کمیسیون د معلوماتو په اساس په دغو ټاکنو کې له دریو میلیونو زیاتو ښځو هم نوملیکنه کړې ده چې رایه ورکړي. د سنبلې په اتمه نیټه د دغه کمیسیون له مرکزي دفتر څخه د ولایتونو مرکزونو ته د ټاکنیزو موادو د لیږد لړۍ پیل شوې وه.

شاوخوا ۲۳ ولایتونو ته د ځمکې له لارې او پاتې نورو ته د هوا له لارې ټاکنیز مواد استول شوي دي. د چارواکو په خبره، ټاکل شوې د افغانستان جمهوري ریاست ټاکنې د تلې په شپږمه په ۴۹۰۰ ټاکنیزو محلونو کې ترسره شي.

یو شمیر شمالي ولایتونو کې روانو جګړو د کابل څخه څو ولایتونو ته د ټاکنو د حساسو او غیر حساسو موادو لیږد د ستونزو سره مخامخ کړی دی. د ناامنیو له کبله به د ټاکنو په ورځ د شاوخوا ۴۰۰ مرکزونو د بندولو اندېښنه شته. دغو ټاکنو ته ۱۷ نوماندان ولاړ دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې د انتخاباتو د امنیت لپاره یې ۷۲۰۰۰ امنیتي سرتېري په دندو ګمارلي دي. په همدې حال کېوسله والو طالبانو د دغو ټاکنو د ګډوډلو ګواښ کړی دی.

XS
SM
MD
LG