د لاس رسي وړ اتصالات

د ولسمشرۍ دپاره د نوم لیکني لړۍ بنده شوه


Afghan Election
Afghan Election
افغانو سیاسمتدارانو او ځینو پخوانيو جنګسالارانو په وروستۍ شیبې کې د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو د کاندیدۍ دپاره د معاملو نه وروسته خپل نومونه ولیکل. د یکشنبې د نوم لکنی وروستې ورځ وه.

د نوم لیکنې په وروستیو ورځو کې پخوانیو جنګسالارانو، قومي مشرانو او سابقه دارو سیاستمدارانو ایتلافونه وکړل.

په مشهورو کاندیدانو کې د مالیې پخوانی وزیر اشرف غني احمدزی د باندنیو چارو پخوانی وزیر عبدالله عبدالله چې په دوزه زره نهم کال کی د کرزی په مقابل کې کاندید و ، پخوانی جنګ سالار عبدالرب رسول سیاف او د کرزی مشر ورور قیوم کرزی شامل دي.


ښاغلی کرزی به په راتلونکی کال کې د خپل مقام نه لیري شي او افغان ولس به د دوه زره څوارلسم کال په اپریل کې نوي ولسمشر ته رای ورکړي.


د انتخاباتو د مستقل کمسیون ریْس یوسف نورستاني خبري کنفرانس ته وویل چې انتخباتو ته د کاندیدانو د نوم لیکلو وخت د یکشنبې د مازیګر په څلورو بجو په رسمي ډول پای ته ورسیدی.

د انتخاباتو د کمسیون مشر وویل چې د مازیګر تر څلورو بجو پوري اوه لس کسانو جمهوري ریاست ته نومونه لیکلي دي او شپږ کسه نورو چې د ټاکلي وخت نه مخکي د نوم لیکنې دفتر ته ورغلي وو، د هغوی کارونه به د شپې تر دوولس بجو پوري سرته ورسیږې.

په کاندیدانو کی کومه ښځه نشته ، خو په معاونانو کی د بامیانو پخوانی والی حبیبه سرابی شامله ده.
XS
SM
MD
LG