د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د افغان کډوالو یوه کورنۍ وايي د ټیټو قدونو له امله ځورول کېږي


قاري‌ جان له خپلو څلورو ماشومانو سره چې ټول ټیت قدونه لري، په کابل کې د بې وزلۍ او د کار روزګار د نشتوالي له کبله پېښور ته کډه کړې ده.

هغه اوس خپلې کورنۍ ته د ډوډۍ پیدا کولو دپاره د سرک پر غاړه بوټان رنګوي او وايي، د ټیټ قد له امله د خلکو له خوا ځورول کيږي.

قاري جان امریکا غږ ته وویل: "د افغانستان نه رامهاجر شوم ځکه چې هلته کار نه و، څلور ماشومان لرم، زما په څير ټول ټيټ قدونه لري. په لاره کوڅه چې ځم ماشومان راته لنډى لنډى وايي خو زه څه هم نه وايم. څه وکړم خدای دغسې پيدا کړى يم."

د قاري جان اولادونه له زده کړو محروم دي. هغه وايي، دومره وس نلري چې ښونځيو ته يې وليږي. د هغه دوه لوڼې وايي ښوونځي ته د تللو هیله لري.

د قاري جان په څېر په خیبر پښتونخوا کې شاوخوا ۳۰۰۰د ټیټ قد لرونکي کسان شته چې د ټولنیزو فشارونو ترڅنګ د کار روزګار نشتوالی یادوي چې د دوی ژوند یې د کړاو سره مخامخ کړی دی.

د قاري جان لور خديجه وايي: "د زده کړو په ارمان یم. خو پلار راته وايي زه نفقه وګټم که ستا د ښونځي پيسې پيدا کړم. جينکۍ راته لنډۍ لنډۍ وايي خو زه څه ورته ووايم."

خدیجه او هغې مشره خور صاحبه دواړه د دیني زده کړو دپاره مدرسې ته ځي. صاحبه وايي، له کور څخه دباندې د خلکو په خبرو ډیره ځوریږي.

هغه وايي: "مدرسې ته چې ځم ټول راته وايي لنډۍ راغله، چيټاکۍ راغله، زه بيا وشرميږم او بيرته کور ته لاړه شم، خپل لمونځ کوم او د خداى څخه غواړم، د بنده نه يې نه غواړم."

  • 16x9 Image

    مسکا ساپۍ

    مسکا ساپۍ په کال ۲۰۱۹ کې له پېښور پوهنتون څخه په ژورنالیزم کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی او د ۲۰۲۲ کال راهیسې له پېښور ښاره د امریکا غږ اشنا تلویزیون سره د ازادې خبریالې په توګه کار کوي.

XS
SM
MD
LG