د لاس رسي وړ اتصالات

د احمد ظاهر یواځنۍ لور د پلار مستند فلم جوړوي


د افغانستان د مشهور هنرمند احمد ظاهر یواځنۍ لور شبنم ظاهر د خپل پلار د وفات په ورځ زیږیدلې ده
د افغانستان د مشهور هنرمند احمد ظاهر یواځنۍ لور شبنم ظاهر د خپل پلار د وفات په ورځ زیږیدلې ده

د افغانستان د مشهور سندر غاړي یواځنۍ لور شبنم ظاهر د شنبې په ورځ د خپل پلار د ژوندانه په هکله د یو مستند فلم جوړول پیل کړل.

په تیرو ۳۸ کلونو کې د افغانستان د وتلي سندرغاړي احمد ظاهر تلین چې مینه وال یې هغه د افغانستان او حتا د اسیا "بیساری او حنجره طلایي" سندرغاړی بولي په افغانستان او بهرنیو هیوادونو کې لمانځل شوی دی.

خو دا لومړی ځل دی چې ددې هنرمند یواځنۍ لور د فیروزکوه د بنیاد په مرسته یو نوښت پیل کړی چې د خپل پلار د ژوند په اړه یو مستند فلم جوړ کړي، د هغه پلار چې شهرت او محبوبیت یې د افغانستان له پولو تیر شوی دی.

شبنم ظاهر د امریکا غږ سره په مرکه کې وویل چې د پلار د مستند فلم جوړونه به په عملي بڼه وروسته له هغې پیل کړي چې د ۲۰۱۷ کال په مني کې مالي مرستې ترلاسه کړي او دغه پروژه به په دوو کلونو کې بشپړه کړي.

شبنم ظاهر چې د ماشومتوب له وخت راهیسې تل د پلار کمبود زورولې ده د خپل پلار د مړینې په اړه وویل "په هغه ورځ چې وزیږیدم په هماغه ورځ مې پلار وفات شو."

هغه وایي تل یې هڅه کوله چې د پلار په اړه معلومات ولري. خو کله چې به یې له خپلوانو نه د پلار په هکله پوښتل نو خبره به په ژړا ختمیده.

شبنم د حمدظاهر یواځنۍ لور ده
شبنم د حمدظاهر یواځنۍ لور ده

شبنم ظاهر وایي "ډیر خلک وایي چې پلار مې په خپلو خلکو، کورنۍ او شعر او موسیقۍ مین و، خواړه یې ډیر خوښیدل او شوخ طبیعته و."

هغه وایي د پلار سره یې اړیکه تر یوه حده د هغه د سندرو په اوریدلو ټینګه کړۍ ده.

میرمن شبنم وایي دغه مستند فلم د هغه شخص په اړه جوړوي چې " د عدالت په لټه کې و او خپل ولس پرې په واقعي توګه ګران و."

هغه وایي په دغه مستند فلم کې به هغه ویدیو ګانې شاملې وي چې تر اوسه نه دي خپرې شوي. همداشان د احمد ظاهر د دوستانو سره مرکې او یو لړ هنري صحنې به په دې مستند فلم کې ځای ولري.

شبنم ظاهر چې اوس د دریو اولادونو مور ده وایي د میړه مینه یې د اولادونو سره هغې ته دا احساس ورکوي چې د پلار او اولاد ترمنځ اړیکه څومره رښتینې ده، هغه اړیکه چې هغه ترې د زیږیدو له ورځې نه تر ننه محرومه وه او ده.

شبنم چې په کوچنیتوب کې د خپلې مور سره امریکا ته راغلې وایي خپل اصلي وطن افغانستان ته بیرته تلل د هغې یوه لرغونې هیله ده او هیله منه ده چې دا ​هیله یې ترسره شي.

شبنم ظاهر په متحده ایالاتو کې د انګلیسي په ادبیاتو کې زده کړې دي خو زیاتوي چې په سندرو ویلو کې استعداد نه لري.

د احمد ظاهر یواځنی زوی احمد رشاد ظاهر، هم په امریکا کې ژوند کوي او هغه هم سندرغاړی دی.

احمد ظاهر د ۱۳۲۵ کال د جوزا په ۲۴ په کابل کې زیږیدلی و او ۳۳ کاله وروسته د ۱۳۵۸ کال د جوزا په هماغه ۲۴ نیټه د سالنګ په لویه لار په یوه ترافیکي پیښه کې مړ شو.

احمد ظاهر لومړنی افغان هنرمند و چې د موسیقۍ غربي الات یې د شرقي موسیقۍ له الاتو سره میکس کړل او د افغانستان موسیقۍ ته یې نوی رنګ ورکړ.

د احمدظاهر د موسیقۍ استعداد هغه داسې هنرمند کړ چې له مړینې ۳۸ کاله وروسته لاهم نوی نسل په بیسارې مینه د هغه سندرې اوري او ترې خوند اخلي.

XS
SM
MD
LG