د لاس رسي وړ اتصالات

افغانه انجنیره د خنډونو برسیره خپل کار ته لیواله ده


شایسته هیري په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالاتو د پوځ د انجینرۍ د برخې سره کار کوي
شایسته هیري په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالاتو د پوځ د انجینرۍ د برخې سره کار کوي

په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالاتو د پوځ د انجینرۍ له برخې سره ۱۱۵ افغان انجینران د لویو ودانیو په ساختماني برخه کې په انجینیري کارونو بوخت دي، له دغومره شمېر یوازې دوه پکې ښځینه انجینیرانې دي.

شایسته هیري هم یوه له دغو دوو ښځینه انجیینرانو ده وايي، که څه هم په نظامي محیط کې د انجنیرۍ کار کول سخت دي خو خپل مسلک ته لیواله ده.

شایسته هیري یوه ساختماني انجینره ده او په کابل کې د امریکا د متحدو ایالاتو د پوځ د انجنیرۍ په برخه کې له پنځو کلونو راهیسې د انجنیرۍ په برخه کې کار کوي.

شایسته یوه له هغو دوو ښځینه انجنیرانو څخه ده، چې په یوه نظامي چاپیریال کې د ساختماني برخې د انجنیرۍ چارې پرمخ وړي.

شایسته وايي، ټولنیز ګواښونه یې هیڅ د کار مخه نشي نیولی، خپل مسلک سره بېحده لیوالتیا لري او د یوې انجنیرې په توګه خپل کار پرمخ وړي.

شایسته د اوس لپاره دداسې یوه تعمیر د انجنیرۍ په برخه کې کار کوي، چې د ښځینه پولیسو لپاره جوړیږي. دا تل خونه د ښځینه پولیسو د اکاډمۍ یا د پولیسي زده کړو د مرکز ده. دلته به درې سوه ښځینه ملي پولیسې وروزل شي.

شایسته هیري له نورو انجینرانو سره ددې ودانۍ په جوړولو بوخته ده، شایسته خوښه ده چې د یوې ښځینه انجینیرې په توګه د ښځو لپاره په یوه ستره پروژه کې کار کوي، وايي همدا چې اوري د ښځینه پولیسو د یوې پروژې په انجینرۍ بوخته ده خپل کار ته لا لیواله کیږي.

شایسته هیري خپلې زده کړې د انجینرۍ په برخه کې په کابل کې بشپړې کړي، خو له نورو بهرنیو انجینرانو هم زده کړې ده.

کریسټوفر شیډنګل د امریکا د پوځ یو انجینر دی وايي، د امریکا د پوځ د انجینیرۍ له څانګې سره ۱۱۵ افغان انجینران کار کوي. دوه پکې ښځینه انجینرانې دي، شایسته یوه له دغو دوو نه ده.

‪"هغه یوه ښه کیسه لري، داښيي چې هغه راتلوونکو نسلونو ته څه کوي. دا د قوت قصه ده. زه ویاړم چې د هغه پروګرام برخه وم، چې شایستې ته مې روزنه ورکړې ده‪".

د شایستې هیري هیله دا ده چې یوه داسې ساختماني کمپنۍ ولري، ټولې پکې ښځینه انجینرانې کار وکړي.

په افغانستان کې د ښځینه انجینرانو کره شمېره نشته خو پدې وروستیو کلونو کې یو زیات شمېر هغو انجونو چې د انجینرۍ په برخه کې زده کړې کړي دي، خپل مسلک ته مخه کړې ده او عملا کار کوي.

XS
SM
MD
LG