د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې په لومړي ځل ورزشي ‌ټولنه پرانسیتل شوه


کابل کې په لومړي ځل ورزشي ‌ټولنه پرانسیتل شوه
کابل کې په لومړي ځل ورزشي ‌ټولنه پرانسیتل شوه

د افغانستان د المپیک د ملي کمیټې لخوا په کابل کې د الزهرا په نوم ورزشي ټولنه جوړه شوه.

د افغانستان د المپیک د ملي کمیټې مشر ظاهر اغبر وايي چې په دغه ټولنه کې نجونو او هلکانو لپاره ښې ورزشي آسانتیاوې برابرې شوي دي.

همدا راز په دغې ورزشي ټولنه کې له نږدې دریو میاشتو راهیسې دوه سوه او پنځوسو نجونو لپاره د ورزش، بدني تربیت،د کورني ژوند د اصولو،د ماشومانو د سمې روزنې او له ورزش سره د نجونو د مینې زیاتولو لپاره سیمینار هم ترسره شو.

چارواکي وايي چې ددغه پروګرام یو مهم هدف دا دی چې نجونې په ټولنه کې فعاله ونډه واخلي او ځان مسول احساس کړي.

که څه هم په افغانستان کې لوبغاړي د لوبو د ځای نشتوالي له امله سرټکوي خو ددغې ټولنې لوبغاړي وايي چې ورځ تر بلې ورزشي آسانتیاوې د زیاتیدو په حال کې دي خو هیله لري چې په بهرنیو سیالیو کې ګډون وکړي او لا زیاتې تجربې ترلاسه کړي.

د افغانستان د المپيک د ملي کمیټې مشر ظاهر اغبر وايي چې افغانستان په تیرو څو کلنو کې د ورزش په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی.

دی وايي چې دوه کاله وړاندې افغانستان نړیوال منځګړي کوونکي نه درلودل خو اوس مهال له افغانستان څخه په ګڼو برخو کې منځګړي کوونکي په بهرنیو سیالیو کې ګډون کوي.

د المپيک دملي کمیټې مشر ظاهر اغبر په دې هکله زیاته ګړه:

"دوه کاله وړاندې کله چې موږ په بهرنیو سیالیو کې تقلب ولیده نو موږ غوښتل چې مداخله وکړو خو د لوبو څارونکو راته وویل چې تاسو نړیوال داوران لرۍ ؟ چې په هغه وخت کې ما د مایوسۍ احساس وکړ چې ولې موږ په نړیوالو لوبو کې داوران نه لرو.

خو اوس موږ په ګنو برخو کې نړیوال داوران لرو او له افغانستان څخه په بهرنیو سیالیو کې ګډون کوي".

چارواکي وايي هغه لوبغاړي چې اقتصادي ستونزې لري کوښښ به وکړي چې په دغه ورزشي ټولنه کې په وړیا توګه ورته د تمرین کولو آسانتیاوې برابرې کړي.

XS
SM
MD
LG