د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې سیلابونو څه باندې ۱۱۰ تنه مړه کړي


په جوزجان کې یو سیلاب ځپلی
په جوزجان کې یو سیلاب ځپلی
په افغانستان کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې کمیټه وايي د هېواد په څلورو ولایتونو، جوزجان، سرپل، فاریاب او بادغیس کې د شړکنده بارانونو له کبله په راوتلو سیلابونو کې لږ تر لږه ۱۱۱ تنه مړ شوي او ۴۱ تنه نور ورک شوي دي .

په دغو سیلابونو کې شاوخوا پنځه زر کورونه ویجاړ شوي او زرګونه خلک له سیمي تېښتې ته اړ شوي دي .

ولسمشر حامد کرزي د شنبې په ورځ (د اپریل ۲۶) ارک ته په وربلل شوې غونډه کې اړوندو ادارو ته په کلکه سپارښتنه وکړه چې له سیلاب ځپلو سره اړینې او سملاسي مرستې وکړي .

د افغانستان ولسي جرګې هم په خپل عمومي مجلس کې پریکړه وکړه چې له سیلاب ځپلو سره د خواخوږۍ په خاطر باید په ټول هېواد کې یوه ورځ ملي ویر اعلان شي .

له طبیعي پېښو سره د مبارزې مشر دایم کاکړ امریکا غږ ته وویل په دغو سیلابونو کې چې له سختو بارانونو وروسته راوتلي، نژدې ۱۵۴ زره څاروي مړه شوي او ۳۸۸۵ جریبه زراعتي ځمکه ویجاړه شوې او اوبو وړې ده.

( تراوسه ۱۱۱ تنه مړه شوي، ۳۰۶۰ کورونه په بشپړ ډول وران شوي دي او ۱۲۳۴ کورونه لږ خراب شوي دي ، ۲۹۹۵ باغونه، ۷۵ څاګانې،۲۵ د اوبو کانالونه او ۶۶ سربندونه هم اوبو وران کړي، خو دغه ارقام ورستي نه دي او کېدی شي زیات شي .)

د ښاغلي کاکړ په خبره د سر او مال ډېر زیان په جوزجان ولایت کې اوښتی چې له ګاونډي ولایت سرپل نه هم د بارانونو اوبو ورتویې شوي او سیلاب شوي دي.

نوموړی وايي دوی داسې نه انګیرله چې ګنې د کال په دغه وخت کې دومره زیات بارانونه وشي چې ویجاړونکي سیلابونه راشي .
سیلابونو په جوزجان، سرپل، فاریاب او بادغیس ولایتونو کې څه باندې ۱۵۰ زره څاروي مړه کړي او ۳۸۸۵ جریبه زراعتي ځمکه یې خرابه کړې ده
سیلابونو په جوزجان، سرپل، فاریاب او بادغیس ولایتونو کې څه باندې ۱۵۰ زره څاروي مړه کړي او ۳۸۸۵ جریبه زراعتي ځمکه یې خرابه کړې ده
ښاغلي کاکړ وویل د اوس لپاره یې ډېرو بې ځایه شویو کورنیو ته موقتي سرپناوې جوړې کړې او نورې اړینې مرستې هم سیمې ته پر لار دي.

( تراوسه زموږ ولایتي ادارو او یو شمېر نړیوالو موسسو له بې ځایه شویو کورنیو سره د خوراکي توکو یو لړ مرستې کړي چې غوړي، وریجې او وړه په کې دي، خیمې او کمپلې هم ورکړل شوي او شاوخوا درې زره نورې خیمې هم پر لار دي چې ډېرې ژر به وروسیږي .)

ښاغلي کاکړ د بودیجې له کموالي هم شکایت وکړ خو هیله یې څرګنده کړه چې له بې ځایه شویو خلکو سره د مرستې په برخه کې له کومې جدي ستونزې سره مخامخ نه شي .

دی وايي په پام کې ده چې د ولسمشر د دویم مرستیال کریم خلیلي په مشرۍ د یکشنبې په ورځ ( اپریل ۲۷) دغو ولایتونو ته یو پلاوی ورشي او د بې ځایه شویو کورنیو حالت له ارزولو وروسته به د نورو مرستو لارښوونه وکړي .

ښاغلی کاکړ وايي د هوا پېژندنې د ادارو د معلوماتو په اساس ښايي په یوولسو نورو شمالي او مرکزي ولایتونو کې سخت بارانونه وشي چې ویجاړونکي سیلابونه به راووځي، خو وايي چې دوی وار د مخه دغه حالت ته چمتوالی نیولی او ولایتي ادارو ته یې د تیارسۍ امر کړی دی .

په افغانستان، پاکستان، هند بنګلدیش او د جنوبي اسیا په نورو هېوادونو کې هر کال دا ډول بارانونه کیږي چې ویجاړونکي سیلابونه هم ورسره مله وي، خو شاید دا په افغانستان کې په سیلابونو کې د سر او مال د زیان له اړخه د خپل ډول لومړنۍ پېښه وي.
  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG