د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د فوټبال نوې ملي لوبډله جوړوي


تیم ملی فتبال افغانستان
تیم ملی فتبال افغانستان

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي په هېواد کې دننه یې د فوټبال د ملي لوبډلې لپاره د تکړه لوبغاړو د خوښولو پړاو بشپړ کړی او اوس په بهر کې میشت افغان پیاوړي لوبغاړي هم ملي ټیم ته راجذبوي.

د فوټبال فدراسیون تازه ملي لوبډله ړنګه کړه، د فدراسیون مشر وايي دغه کار یې ځکه وکړ چې له نویو، ځواکمنو، غښتلیو، ځوانو او تجربه لروونکو څېرو څخه نوې لوبډله جوړه کړي.

دا ګام له هغې وروسته واخیستل شو چې د هېواد د ۲۳ کلنو لوبډلې چې د ملي لوبډلې شاوخوا پنځه لوبغاړي هم په کې و، په جنوبي کوریا کې په اسیايي لوبو کې خپلې درې واړه لوبې وبایللې او تش لاس کابل ته ستنه شوه .

خو د ملي لوبډلې روزونکي یوسف کارګر امریکا غږ ته وویل چې د لوبډلې د ړنګولو بل مهم علت دا و چې په بهر کې مېشت افغان لوبغاړي د ټیم له نورو لوبغاړو سره د تمرینونو او دوستانه سیالیو لپاره یا نه راتلل او یا ناوخته رسېدل.

ښاغلی کارګر وايي افغانستان به په را روانو څو میاشتو کې د اسیا له ځینو پیاوړ لوبډلو لکه ایران،ازبکستان او ترکمنستان سره مخامخ شي چې، باید غښتلي او ژمن لوبغاړي ولري.

هغه وایي " موږ دغه کار د ملي لوبډلې د لا ښه والي او غښتلتیا لپاره وکړ، په بهر کې ډېر مېشت افغان لوبغاړي به په وخت سره لوبې او تمرینونو ته نه راتلل او نه رسېدل، ځېنې وخت به دوی له بل هېواد سره تر لوبې دوه ساعته مخکې او یا هم د شپې ناوخت را ورسېدل او بیا به یې په لوبو کې برخه واخیسته چې د لوبډلې له نورو لوبغاړو سره به یې سمه هماهنګي، افهام تفهیم او ملګرتیا نه لرله چې پر ملي لوبډلې او پر لوبې به یې ډېر بد تاثیر وکړ،چې موږ او تاسو په جنوبي کوریا کې د دغه کار تاثیر هم ولید چې دوه یوه لوبه هم ونه کټله "

ښاغلي کارګر وویل چې له دې وروسته که هر څوک په ملي لوبډلې کې داخلیږي، باید له فدراسیون سره تړون لاسلیک کړ چې په ټولو تمریني لوبو، دوستانه سیالیو او د ملي لوبډلې نورو فعالیتونو کې د برخې اخیستلو لپاره په خپل وخت ځانونه رسوي.

نوموړی وايي لوبډلې ته به په نویو جذبېدونکو لوبغاړو کې، تجربې، وړتیا، ژمنتیا او د فوټبال ځینو نورو ځانګړتیاوو ته ډېر پام کوي.

ښاغلی کارگر زیاتوي " موږ په کابل کې ملي لوبډلې ته د غوراوي پړاوو بشپړ کړ، د جرمني د فوټبال فدراسیون ته مو مکتوب استولی چې له موږ سره په اروپا کې د مېشتو افغان لوبغاړو د موندلو او پېدا کولو په برخه کې مرستې او زمېنې برابرې کړې. په امریکا کې هم د افغانانانو د سیمه اییزو لوبډلو ترمنځ سیالۍ کیږي چې موږ به ورشو او ښه لوبغاړي به غوره او پېدا کړو.هغوی ته به ووایو چې د فدراسیون د شرطونو له مخې باید په ملي لوبډلې کې د خپل هېواد استازیتوب وکړي. "

د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې روزونکی محمد یوسف کارګر وايي پخوانیو لوبغاړو ته هم پوره چانس ورکول کیږي، خو شرط یې دا دی چې د فدراسیون شرطونه به مني او تړون به ورسره هم لاسلیک کوي.

د افغانستان په پخوانۍ لوبډلې کې تر ډېره بهر مېشتي افغانان و چې افغانستان ته یې پام وړ ویاړونه هم راوړل چې په جنوبي اسیا کې د فوټبال اتلولي یې د یادولو ده.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون او یو سیمه اییز تلویزون په مرسته د فوټبال د غوره لیک سیالۍ کیږي چې ملي لوبډلې ته نوې څېرې پېدا او فوټبال ته وده ورکړل شي.

د فوټبال غوره لیک سیالۍ درېیم پړاوو د کابل د اسمايي شاهین په بري پای ته ورسېدې، دغې لوبډلې د تېر کال اتلولي هم ګټلې وه.

په دغو سیالیو کې د افغانستان د بېلا بېلو ولایتونو څخه غوره لوبغاړي ټاکل کیږي.

XS
SM
MD
LG