د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: طالبان بیا کندز نه شي نیولی


په کندز ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ تازه نښتې درې ورځې وړاندې پیل شوي دي
په کندز ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ تازه نښتې درې ورځې وړاندې پیل شوي دي

په افغانستان کې د ناتو د قاطع ملاتړ ماموریت ویاند په کندز کې د طالبانو د روانو پوځي عملیاتو په هکله وویل، چې په عملیاتو کې په شا تګ او پرمختګونه رامنځ ته کیږي، خو د ناټو ارزونه داده چې کندز به بیا د طالبانو لاس ته ورنه شي.

په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت د ناټو ویاند ډګروال کارل پرانیک وویل " که چیرې کندز بیا د طالبانو لاس ته ورشي نو البته چې دا یوه ډیره جدي مسله به وي، خو مونږ دا نه ګڼو چې دا کار به وشي او داځکه چې افغان ځواکونو، هوایي ځواکونو او ځانګړو ځواکونو ډیر زیات پرمختګ کړی دی، هغوی په ګډه سره عملیات پرمخ وړي او مونږ هغوی د افغانستان په نورو برخو کې هم وینو چې په ښه توګه خپل عملیات پرمخ وړي".

د ناتو د قاطع ملاتړ ماموریت ویاند وویل، چې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې په پوره شمیر افغان ځواکونه ځای په ځای شوي چې په سختو شرایطو کې د حالاتو د کابو کولو وړتیا لري.

ډګروال پرانیک وایي، چې د تیرو لسو میاشتو پرتله اوس په افغانستان کې د طالبانو بریدونه کم شوي خو بیا هم دا له وخت وړاندې ده او کیدای شي چې د جګړې د موسم په پاتو میاشتو کې جنګونه زور واخلي.

ډګروال پرانیک نن د پنجشنبې په ورځ امریکا غږ تلویزیون سره په مرکه کې د تیرکال په پرتله د افغان ځواکونو وړتیا وستایله او ویې ویل چې تیرکال افغان امنیتي ځواکونو په دفاعي حالت کې جګړه کوله، خو سږکال داځوکونه د دفاعي حالت څخه تعرضي حالت ته راوتلي دي.

خو د ناټو دغه چارواکي وایي، چې لا هم په افغانستان کې د جګړې موسم پای ته نه دی رسیدلی او ددې امکان شته چې په پاتې میاشتو کې بیا هم جګړې زور واخلي.

د ناټو ویاند ډګروال کارل پرانیک، د جګړو پر لیکو د امریکا د جمهوررئیس بارک اوباما له خوا په افغانستان کې امریکایي ځواکونو ته د نوو صلاحیتونو په باب وویل، چې د افغان ځواکونو سره امریکایي ځواکونو ګډو عملیاتو په ځانګړي ډول هوایي مرستې د طالبانو پرخلاف په جګړو کې د پرمختګ سبب شوی دی.

طالبان او افغان ځواکونه د قلعه ذال د نیولو ادعا کوي

تیره ماښام طالبانو له افغان قواو څخه د قلعه ذال ولسوالۍ مرکز اقتپه له سختو جګړو وروسته ونیو او څو ساعته یې د قلعه ذال ولسوالي وساتله، خو سهار وختي افغان ځواکونو بیرته ولسوالي ونیوله.

له طالبانو څخه د ولسوالۍ د بیرته نیولو په جګړه کې پنځه تنه ملي او سیمیز پولیس هم وژل شوي دی.

له بلې خوا د قلعه ذال ولسوالۍ یو چارواکی وايي هغه وخت چې طالبان د قلعه ذال له ولسوالۍ په شا شوي وو په لارو کې بمونه ښخ کړي وو چې له امله يې د افغان ځواکونو څو مرمۍ ضد ټانکونه الوځولي دي.

هغه زیاتوي چې د ټانکونو له الوځولو سره افغان ځواکونه بیرته په شا شوي او د ولسوالۍ ودانۍ یو ځل بیا طالبانو تصرف کړې ده. د قلعه ذال ولسوالۍ دغه چارواکی وايي چې د جگړې دواړو خواو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندوز د امنیې قوماندان محمد قسیم جنګلباغ امریکاغږ ته وویل چې په تیرو دریو ورځو کې طالبانو ته ۶۰ تنه تلفات اوښتي او د دوي قواوې د ولسوالۍ او قوماندانۍ له ودنیو له مخالفینو سره جنګیږي.

خو د اقتپې اوسیدونکي او د جګړې عیني شاهدان وايي چې جنګي هیلي کوپترې د اقتپې په بازار او دولتي ودانیو تاویږي او درنه بمباري یې پیل کړی ده.

د شلمې فرقې له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په تیرو دریو ورځو کې په قلعه ذال کې د طالبانو ۳۰ تنه وژل شوي دي. په خپره شوې اعلامیه کې افغان ځواکونو ته د وراوښتو تلفاتو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

د بلې خوا طالبانو د کندز ولایت د دشت ارچې په ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو سره د سختو نښتو خبر ورکړی او په دغو نښتو کې یې د افغان ځواکونو پر وړاندې د یو لړ بریالیتوبونو ترلاسه کولو ادعا کړې ده.

افغان ځواکونو د دشتې ارچې د جګړې په باب څه نه دي ویلي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG