د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونو ننګرهار کې داعش ته د سر دروند زیان اړولی


لس ورځې وړاندې ولسمشر غني ننګرهار ته د سفر په وخت افغان امنیتي ځواکونو ته له دغه ولایت څخه د داعش د جړلو د ایستلو امرکړې وو.
لس ورځې وړاندې ولسمشر غني ننګرهار ته د سفر په وخت افغان امنیتي ځواکونو ته له دغه ولایت څخه د داعش د جړلو د ایستلو امرکړې وو.

افغان امنیتي چارواکي وایي ننګرهار د اچین په ولسوالۍ کې د تېرې ورځې راهیسې د هوایي بریدونو له امله د اسلامي دولت یا داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې د یو مهم سیمه ایز قوماندان په ګډون یوسل شل داعش وسله وال وژل شوي او هم د افغان ځانګړو ځواکونو په ځمکنیو عملیاتو کې ددغې ‌‌‌‌‌‌ډلې شل جنګیالي ژوندي نیول شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږياڼي امریکا غږ ته وویل چې د بهرنیو ځواکونو دغه هوایي بریدونه د باندر او وچ باندر په سیمو کې شوي چې د داعش تر ولکې لاندې ساحې وي.

ښاغلي خوږياڼي وویل ''په دغو سیمو کې لومړی د داعش قرارګاوې نښه شوي او وروسته پرې بمبارۍ شوي دي چې ټول مرکزونه یې له منځه وړل شوي دي''.

د ننګرهار د والي ویاند وایي چې په وژل شويو داعش جنګیالیو کې ځینې مشران او په منځ کې بهرنیان هم شته دی.

هغه زیاتوي چې د بمبارۍ سره په هممهال ‌‌‌‌‌‌ډول په همدغو سیمو کې د کمان‌‌‌‌‌‌ډو ځواکونو ځمکني عملیات هم مخکې وړي چې په پایله کې یې شل داعش جنګیالي ژوندي نیول شوي دي.

دا لومړی وار دی چې په دومره لویه کچه داعش وسله وال د جګړې په لیکه کې ژوندي نیول کېږي.

تر اوسه داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې په دې تړاو کومه تبصره نه ده کړې.

د اچین ولسوالۍ یو اوسېدونکي فقیر الله امریکا غږ ته وویل چې د حکومت عملیات بریالي دي او ‌‌‌‌‌‌ډېرې سیمې یې له داعش وسله والو نیولي دي.

دوی له حکومت څخه غوښتنه کوي چې ګټلې سیمې باید د راتلونکې لپاره وساتي ، نه هغسې چې بيا پرې داعش تسلط وکړي.

د ننګرهار ولایتي ادارې ویلي چې د کوټ په ولسوالۍ کې یې د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې مخکښ قوماندان سعد اماراتي هم د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې وژلی دی.

حکومتي چارواکو له دې وړاندې هم د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې ددغه مهم قوماندان د وژنې دعوه کړې وه.

اوس مهال د کوټ په ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو عملیات هم دوام لري او د پوځ چارواکو ویلي چې ګڼې سیمې یې له داعش ‌‌‌‌‌‌‌ډلې نیولي دي.

افغان چارواکو ویلي چې د ننګرهار په کچه ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر د داعش خلاف تازه پراخ عملیات پیلوي چې په ترڅ کې به یې له داعش وسله والو په ګټلو سیمو کې ثبات رامنځ ته کړي او بیا به یې داعش ونه نیسي.

افغان ځواکونو په ننګرهار کې د داعش پر وړاندې دا عملیات وروسته له هغې پیل کړي چې په ننګرهار هوایي ډګر کې میشتو امریکایي ځواکونو له پنځلس کلونو وروسته یو ځل بیا په افغانستان کې د وسله والو ډلو پرخلاف د کروز تغنیدو څخه کار اخیستل پیل کړي دي.

د ننګرهار په ولایت کې سیمه ایزو چارواکو امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي چې تیره اونۍ تر پنځویشتو پورې کروز توغندي ویشتلي دي.

دا توغندي د اچین ولسوالۍ په غرنیو سیمو ویشتل شوي دي.

XS
SM
MD
LG