د لاس رسي وړ اتصالات

کندز کې افغان ځواکونو پرمختګ کړی


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د کندز په چګړو کې تر سلو پورې د وسله والو مخالفانو د وژلو ادعا کړې ده.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د کندز په چګړو کې تر سلو پورې د وسله والو مخالفانو د وژلو ادعا کړې ده.

په کندز کې نن د جګړې څلورمه ورځ ده، افغان ځواکونو د کندوز دښار شرق لور ته په درې کیلومترۍ کې هغه پوستې بیرته نیولي چې د جګړې په لومړۍ ورځ طالبانو نیولې وې، د چارخاب د سیمې په شاو خوا کلیو کې د افغان ځواکونو له خوا په هغو کورونو کې تالاشي روانه ده چې طالبانو په کې سوري کړي و او د کور له منځه به یې پر افغان ځواکونو ډزې کولې.

د کندز د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر محمد معصوم هاشمي وايي چې په کلیو کې د پولیسو تالاشي روانه ده او تر مازیګره پورې به د کندوز خان اباد تر منځ لاره هم د مساپرو پر وړاندې خلاصه شي.

هاشمي زیاته کړه چې په ییګانیو عملیاتو کې د مخالفو وسله والو طالبانو تلفات تر پنځه څلویښتو زیات دی، او تر اوسه د کندوز په ټوله جګړه کې اته تنه افغان سرتیري وژل شوي دي.

له تیرو څلورو ورځو راپه دیخوا د خان اباد کندز لار د ترافیکو پر وړاندې تړل شوې وه.

په کندز کې د دویمې لواء قوماندان ډګروال منګل راحت چې د چارخاب په سیمه کې يې د ملي اردو عسکر ته په کلیو کې د تالاشې په اړه خبرې کولې ویې ویل چې ددوي د ځواکونو مورال لوړ دی او د دولت مخالفین که څه هم مقاومت کوي خو ددوي ځواکونه به پر مخ ځي.

د کندز په ښار کې هم د تیرو دوه ورځو په نسبت ګڼه ګوڼه زیاته ده او خلک د تیر په څیر پر خپلو کارونو اخته دي.

د افغان حکومت وسله والو مخالفانو د کندز د امنیتي چارواکو د څرګندونو په هکله څه نه دي ویلي، خو د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوبیان کې د بدخشان د ولایت د اوروج په ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو د یو برید په شا وهلو خبر ورکړی او په جګړه کې یې افغان ځواکونو ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا هم کړې ده.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG