د لاس رسي وړ اتصالات

د هلمند د ناوې ولسوالۍ د نیولو عملیات لا هم دوام لري


افغان ځواکونو د شنبې د ورځې په سهار د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ د بیا نیولو لپاره عملیات پیل کړی دي.

افغان امنیتي ځواکونو د شنبې په سهار د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه په جنوب کې د ناوې ولسوالۍ د بیرته نیولو لپاره پراخه عملیات پیل کړي چې نن هم دوام لري.

ناوېولسوالۍ د لښکرګاه ښار ته تر ټولو نږدې پرته ولسوالۍ ده چېله تیرو ۹ میاشتو راهیسې د ولسوالۍ مرکز د طالب وسله والو په لاس کې دی.

د ناوې ولسوالۍ دروانو عملیاتو مسئول او د ۲۱۵ میوند قول اوردو قومندان تورنجنرال ولي محمد احمدزي امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې افغان ځواکونه د ولسوالۍ د مرکز "خلچ" ۳ کیلو میترۍ ته رسیدلي، خو په سیمه کې د ماینونو د شتون دا عملیات یو څه ورو کړي دي او افغان ځواکونهد ماینونو په خنثی کولو بوخت دي.

جنرال احمدزي وویل "د ولسوالۍ مرکزي برخو کې ملکي خلک هم شته موږ د ملکي تلفاتو د مخ نیوي لپاره ډير په احتیاط مخ ته ځو او په دوهم قدم کې د ماینونو لمنځه وړل زموږ د عملیاتو مهمه برخه ده ، مخالفینو د ولسوالۍ تاسیسات ماین ګزاري کړي".

د ناوې ولسوالۍ امنیه قومندان سمونیار نفس خان امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې د پرونیو عملیاتو په ترځ کې افغان ځواکونو ۱۰ کیلو میتره پرمختګ کړی دی.

نفس خان زیاته کړه چې دوی نن سهار وختيبیا د ولسوالۍ د مرکز د نیولو لپاره عملیات بیا پيل کړه.

ځمکني عملیات د افغان ځواکونو له خوا ترسره کیږي، خو امنیتي چارواکي وايیپه دې عملیاتو کې د امریکايي ځواکونو هوايي ملاتړهم ورسرهشته دی.

د ناوې ولسوالۍ له سقوط وروسته د لښکرګاه ښار ته د خصوصي شرکتونو الوتنې هم بندي شوي او څو ځله وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ له مرکز څخه د لښکرګاه پر هوايي ډګر توغندي هم ویشتلي دي.

د ۲۱۵ میوند قول اوردو قومندان تورنجنرال ولي محمد احمدزي امریکاغږ ته وويل چې د افغان ځمکنیو ځانګړو ځواکونو او د امریکايي قواوو د هوايي بریدونو په ترځ کې تر اوسه په ناوه ولسوالۍ کې ۲۲ تنه د دولت وسله وال مخالفین وژل شوي او ۱۳۰ ماینونه لمنځه وړل شوي.

جنرال احمدزي وویل "څلور هدفونه د دښمن ويشتل شوي تر ۲۲ زیات کسان يې وژل شوي چي د ۶ جسدونه يې زموږ لاس ته راغلي او ۲ تنه يې په زخمي حالت کې زموږ ځوکونو نیولي خو د ماینونو له کبله موږ ډير کوښښ کوو چې ماینونه لمنځه یو سو او تر اوسه مو تر ۱۳۰ زیات ماینونه خنثی کړي".

د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې په پيل شویو نظامي عملیاتوکې د ملکيتلفاتو په اړه رپوټ نه دی ورکړل شوی، خو د ملکي مرګ ژوبلې د مخ نیوي لپاره نظامي مسئولینو له عامو خلکو څخه غوښتي چې په خپلو کورنو کې پاتې شي او د جګړو سیمو ته داخل نه شي.

وسله والو طالبانو د ناوې ولسوالۍ د عملیاتو په اړه رسنیو ته په لیږلي تلیفوني پیغام کې ويلي چي د ولسوالۍ مرکز اوس هم د دوی په لاس کې دی او په روانو عملیاتو کې یې افغن ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG