د لاس رسي وړ اتصالات

واشنگټن پوسټ: کندهار کې د افغان قواوو په بې کفایتئ ایتلاف قواوې خواشیني دي


واشنگټن پوست د یکشنبې په گڼه کې لیکي، یو کانتینر چې د امریکايي عسکري یونیفورم، وسایلو او وسلو نه ډک ؤ تالا شوی ؤ. امریکايي افسر په بیړه غوښتل چې معلومه کړي څه پکې ورک شوي دي.

اوس دوی ته یوه بله ستونزه پیدا شوېده او دا د پولیسو قوه ده چې په کندهار کې چې امریکایان په کې د عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي ددوی په اوږو بار ده.

ورځپاڼه لیکي اوس چې امریکا پته ییلیده چې د کندهار په شان د افغانستان دا دوهم ستر ښار امن کړي، نو د افغانستان په امنیتي قواوو ددوی اتکا ډیریږي.

خو داسې ښکاري چې افغان پولیس پوره نه دی مجهز او نه هم دوی کارته زړه ښه کوي. دا مسئله امریکایان ځوروي او دا کټ مټ هغه حال دی چې دوی په عراق کې ددغه هیواد د امنیتي قواوو سره مخامخ ؤ.

امریکايي افسر په کندهار کې د پولیسو له یوه افسر نه د یوې وظیفې په سرته رسولو کې غوښتنه وکړه، افسر له ځایه ونه ښوځید اونه هم تر قوماندې لاندې پولیس یې هلته موجود ؤ چې دغه وظیفه یې سرته رسولې وای.

په کندهار کې امریکايي پوځیان په داسې حال کې چې د کندهارعملیات هم ځنډول شوي دي، د افرادو په قلت او د مفسدو پولیسو د بې تفاوتی سره مخامخ دي. همدارنگه دوی ددې ځای په پیچلي سیاسي خبرو او د طالبانو سره د محلي حکومت په چلند په اصلي سیاست نه پوهیږي.

واشنگټن پوست لیکي، امریکا او غربي متحدین یې اوس هم غواړي چې په دې سیمه کې په ملیونو ډالر خرڅ کړي او همدارنگه نور ډیر شمیر پوځیان واستوي ترڅو طالبان له سیمې نه وشړي او حکومت ته دا زمینه برابره ‍شي چې خپل حاکمیت دلته چې په کلونو کلونو په کې د قانون حاکمیت نه ؤ، ټینگ کړي.

ورځپاڼه لیکي، د جون میاشت د امریکایانو له پاره ډیره خونړی وه. د ناتو ٥٣ پوځیان په ملک کې او هغه هم په جنوب کې وژل شوي دي. طالبانو د سړک د غاړې بم ایښودلو ته زور ورکړی دی او غواړي چې بین المللي هڅې شنډې کړي.

XS
SM
MD
LG