د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونو په دریو میاشتو کې د مخدراتو ۲۳۰ قاچاقبران نیولي


د افغانستان د مسکراتو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي، افغان ځواکونو د روان لمریز کال په لومړیو دریو میاشتو کې د مخدراتو د ۱۸۶ قضیو په تړاو ۲۳۰ تنه نیولي او دوسیې یې د څیړنو لپاره یاد مرکز ته سپارلي دي.

د دغه مرکز ویاند احمدخالد مؤحد د یکشنبې په ورځ (چنګاښ ۳) خبریالانو ته وویل، چې په نیول شوو کسانو کې ۱۳ ښځې، ۹ دولتي کارکوونکي او دوه بهرنيان هم شامل دي.

هغه وویل "په دغو قضیو کې ۶۷ تنه هغه کسان هم شامل دي، چې د حامد کرزي له نړیوال هوايي ډګر څخه یې هندوستان او سعودي عربستان ته د هیروئیونو د لیږدولو نیت درلود".

ښاغلي مؤحد زیاته کړه، چې د مخدراتو په قاچاق کې اکثره تورن شوي کسان په کابل او ننګرهار ولایتونو کې نیول شوي دي.

د ښاغلي مؤحد پر وینا، په دې موده کې د دغه مرکز ابتدائیه او استیناف محکمو د مخدره موادو ۱۷۹ قاچاقبرانو ته، له یو کال څخه تر شلو کلونو د حبس سزا اورولې ده او ۳۲ تنو ته یې برائت ورکړی دی.

نیول شوي مخدره مواد

احمدخالد مؤحد دغه راز وویل، چې افغان ځواکونو د ۱۳۹۷ کال په لومړیو دریو میاشتو کې له نیول شویو قاچاقبرانو څخه نږدې ۸۵۷ کیلوګرامه هیروئين، څه باندې ۳۸۰ کیلوګرامه مورفین، شاوخوا ۶۴۴۰ کیلوګرامه اپین، څه دپاڅه ۲۱ زره کیلوګرامه چرس، نږدې ۱۵ کیلوګرامه ښیښه، د K په نوم ۶۱۵۹ نشه‌يي ټابلیټونه او نږدې ۳۳۵۸ لیټره الکولي مشروبات ترلاسه کړي دي.

هغه زیاته کړه، چې افغان ځواکونو په دې موده کې څه باندې ۴۷۱۸۷ کیلوګرامه کلک کیمیاوي مواد او ۶۵۵ لیټره تیزاب هم نیولي دي، چې پر وینا یې دغه مواد افغانستان ته له بهرنیو هیوادونو څخه واردیږي او د هیروئينو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کیږي.

ښاغلي موحد همداشان وویل، چې له دغه شمیر قاچاقبرانو څخه ۶۰ عرادې بیلابیل ډوله موټر، یو موټرسایکل، اته میله وسله، ۲۹۳ ګرځنده ټيلیفونونه، نږدې ۲۳۸ زره افغانۍ او څه باندې ۵ زره امریکايي ډالر ضبط او د دولت شتمنیو ته انتقال شوي دي.

د یاد مرکز د شمیرو له مخې، د تیر لمریز کال په وروستیو دریو میاشتو کې افغان ځواکونو، د مخدراتو د قاچاق د ۱۷۷ قضیو په تړاو د ۲۱۸ تورنو کسانو دوسیې د دغه مرکز ځانګړې څارنوالۍ ته سپارلې وې، چې په کې ۷ دولتي مامورین، دوه بهرنیان او ۶ ښځې شاملې وې.

XS
SM
MD
LG