د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونو هلمند کې د طالبانو یو بل زندان مات کړی


په هلمند کې د افغان پوځ له خوا په خپور شوې دغه تصویر کې تیره شپه راخوشې شوي بندیان د راخوشې کیدو وروسته لیدل کیږي.
په هلمند کې د افغان پوځ له خوا په خپور شوې دغه تصویر کې تیره شپه راخوشې شوي بندیان د راخوشې کیدو وروسته لیدل کیږي.

په هلمند کې افغان ځانګړو ځواکونو د ګرشک په ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو یوبل زندان مات کړی او ۳۶ تنه چې اکثره یې ملکي وګړي دي د دغې ډلې له منګلو ژغورلي دي .

په را خوشي شویو بندیانو کې څلور پوځي او پاتې یې ملکي وګړي دي .

د ۲۱۵ میوند قول اوردو قومندان جنرال ولي محمد احمدزي امریکاغږ ته وويل چې دغه زندان د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې تیره شپه د ځانګړو عملیاتو په پایله کې مات شوی دی .

جنرال احمدزي وویل " د پټو معلوماتو له مخې د ولسوالۍ په ښورکي سیمه کې تیره شپه د ځانګړو ځواکونو په وسیله پدغو عملیاتو کې ټول ۳۶ تنه بندیان را خوشي شوي دي".

جنرال احمدزی وايي چې را خوشې شوي بندیان اوس د نظامي ډاکترانو تر درملنې لاندې دي او ژر به خپلو کورنیو سره یو ځای شي .

وسله والو طالبانو دا راخوشې شوي بندیان د څو میاشتو راهیسې په دغه زندان کې ساتل.

د هلمند د پوليسو یوه مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکاغږ ته وويل چې پدغو ځانګړو عملیاتو کې د نړیوالو ځواکونو هوايي ځواک هم له افغان ځواکونو سره مرسته کړې ده .

ده زیاته کړه چې د زندان په عملیاتو کې د زندان ساتونکې څلور وسله وال هم تر یوې لنډې نښتې وروسته وژل شوي خو افغان ځواکونو ته په دغو عملیاتو کې کوم زیان ندی رسیدلی .

په هلمند کې له دې مخکې هم د وسله والو طالبانو زندانانونه مات شوي چې د چارواکو په وینا تر درې سوه زیات بندیان ورڅخه په تیر یوه کال کې را خوشې شوي دي.

خو د هلمند د ځايي اوسیدونکو په وینا چې لاهم وسله وال طالبان د دې ولایت په هغو سیمو کې چې دوی پکښې حاکمیت لري ګڼ کسان په خپلو زندانونو کې ساتي.

وسله والو طالبانو د دغه زندان د ماتیدو په اړه رسنیو ته کومه تبصره نده کړې .

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG