د لاس رسي وړ اتصالات

د امام صیب ولسوالۍ محاصره ماته شوی ده


د کندوز ولایتي چارواکي وایي چې تیر ماښام د عامه نظم قواوې د امام صیب ولسوالۍ ته رسیدلي‌ دي
د کندوز ولایتي چارواکي وایي چې تیر ماښام د عامه نظم قواوې د امام صیب ولسوالۍ ته رسیدلي‌ دي

بېګا شپه د کندوز په مختلفو ولسوالیو کې د افغان سرتیرو او طالبانو تر منځ ډزې تبادل کیدې، خو په امام صیب کې لا هم د ښار په شاو خوا کې ډزې روانې وی.

تیر ماښام د عامه نظم قواوې امام صیب ولسوالۍ ته رسیدلي‌ دي،‌ د سیمې خلک وایي‌ چې وسله وال طالبان یې له خپلو ځایونو په شا کړي، او د تاشګزر په سیمه کې د اردو د مرکز د محاصرې د پای ته رسولو لپاره هڅه روانه ده.

تیر ماښام د کندوز والي‌ محمد عمر هم وویل چې د امام صیب له بازار څخه د تاشګزر نظامي‌ اډې ته غځیدلې لار د مخالفو وسله والو له خوا قطع شوی ده.

په تاشګزر کې امریکايي‌ عسکرو لویه قرارګاه جوړه کړې وه چې اوس مهال یې د ملي‌ اردو سرتیرو ته سپارلې ده.

تیره ورځ د امام صیب د ولسوال له څرګندولو وروسته اوس هغه هم رسنیو ته معلومات نه ورکوي. او د جګړې د تلفاتو په اړه دقیق ارقام نه موندل کیږي.

د کندوز د والي‌ ویاند عبدالواسع باسل امریکاغږ ته وویل چې د امام صیب په سیمه کې مخالفین له پخوانیو سیمو په شا تنبول شوي‌ دي.

باسل په بیګانۍ جګړه کې د افغان سرتیرو او مخالفو وسله والو د تلفاتو په اړه دقیق څه ونه ویل خو زیاته یې کړه چې په بیګانۍ جګړه کې د مخالفو وسله والو یو تن قوماندان مصطفی هم وژل شوی دی.

افغان ځواکونو سره په دغه جګړه کې هوایي مرسته هم شته.

د بلې خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې تیره شپه د امام صاحب د ولسوالۍ په جګړه کې د قوماندان مصطفی سره د هغه ۲۷ وسله وال هم وژل شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یو بیان کې مصطفی په کندوز ولایت کې د مخالفو وسله والو یو مشهور قوماندان په توګه یاد کړی او ویلي دي چې قوماندان مصطفی د کندوز د روانو جګړو مشرۍ په غاړه لرله.

طالبانو د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت د دغې ادعا په هکله څه نه دي ویلي خو د طالبانو یو ویاند دبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي یو بیان کې د کندوز په ولایت کې د افغان ځواکونو په وړاندې د نور پرمختګ دعوه کړې ا وویلي دي چې د کندوز ولایت دکورتیپه، امام صاحب،قلعه زال او علی ابادولسوالیو کې د بغلان ولایت د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې د سرپل ولایت د صیاد په ولسوالۍ کې او ځینو نورو ولایتونو کې د افغان پوځ او پولیسو ۱۳ پوستې نیولي دي او افغان امنیتي ځواکونو ته يې د سر زیان اړولی دی.

د کندز د عملیاتو په هکله د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي څرگندونې
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:14 0:00

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG