د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونو د طالبانو له زندان نه ۲۸ کسان خوشې کړل- دفاع وزارت


افغان ځواکونو پخوا هم په یو شمیر جنوبي ولایتونو کې د طالبانو پر زندانونو عملیات کړي او د هغوی له زندانونو څخه یې بندیان خوشې کړي دي.
افغان ځواکونو پخوا هم په یو شمیر جنوبي ولایتونو کې د طالبانو پر زندانونو عملیات کړي او د هغوی له زندانونو څخه یې بندیان خوشې کړي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، افغان ځانګړو ځواکونو نن د پنجشنبې په سهار ( غبرګولي ۹ مه) د زابل په ولایت کې د وسله والو طالبانو يو زندان مات کړی او ۲۸ زندانيان يې ازاد کړي دي.

په دغو کسانو کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو غړي او ملکیان شامل دي.

د فاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا عمليات سهار وختي د غزني ولايت سره په سرحد کې د زابل ولایت د نوبهار په ولسوالۍ کې شوي دي.

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ کې وسله وال طالبان فعال حضور لري او د ولسوالۍ د مرکز پرته نورې ډیرې سیمې د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې دي.

د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال امریکا غږ ته وویل، چې دا عمليات د دفاع وزات ځانګړو قواوو تر سره کړي دي. ښاغلي سیال وويل چې ازاد شويو بنديانو کې ملکي کسان او د امنيتي قواوو سرتيري هم شامل دي.

بلي خواته د دفاع وزات هم پدې اړه خپره کړې اعلامیه کې ويلي چي د وسله والو طالبانو له زندان څخه په ازادو شويو بنديانو کې ۱۲ تنه د امنيتي ادارو او پاته نور ملکي وګړي دي.

د دفاع وزارت ویلي چې د زندان ساتونکي دوه وسله وال طالبان په عملياتو کې وژل شوي او ازاد شوي کسان د طبي معايناتو لپاره يوه نظامي مرکز ته انتقال شوي او وروسته به له خپلو کورنيو سره يو ځای شي.

د وسله والو طالبانو له بند څخه د افغان ځانګړو ځواکونو په مټ خوشې شوي بنديان ندي معلوم چې د کومو ولايتونو اوسيدونکې دي، خو د زابل په اړوند سيمه کې د کابل ـ کندهار د لويې لارې له سر څخه اکثره وختونه وسله وال طالبان هغه مسافر يرغمل کو چې د حکومت سره د کار کولو او يا هم همکاری شک پرې وکړي.

خپله وسله والو طالبانو د خپل زندان د ماتبدو په اړه کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG