د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونو د غزني د خواجه عمري ولسوالۍ بیرته له طالبانو ونیوله


افغان ځواکونو څو اونۍ وړاندۍ د غزني ولایت د دهک ولسوالۍ هم له طالبانو نیولې وه.
افغان ځواکونو څو اونۍ وړاندۍ د غزني ولایت د دهک ولسوالۍ هم له طالبانو نیولې وه.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، افغان ځانګړو ځواکونو نن د جمعې د ورځې په سهار ( غبرګولي ۱۷مه) د غزني ولایت د خواجه عمري ولسوالۍ مرکز د وسله والو طالبانو څخه بیرته نیولی دی.

د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي " زمونږ زړورو امنیتي ځواکونو د خواجه عمري ولسوالۍ بیرته ونیوله".

د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا عملیات د افغان ځانګړو ځواکونو له خوا ترسره شوي دي.

د غزني د والي ویاند عارف نوري هم د دغو عملیاتو په هکله امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې افغان ځانګړو ځواکونو نن د جمعې د ورځې د سهار په نهو بجو د دغې ولسوالۍ د نیولو لپاره عملیات پیل کړل، چې د وسله والو طالبانو سره د یوې لنډې جګړې وروسته د ولسوالۍ مرکز د افغان ځواکونو لاس ته ورغی.

ښاغلي نوري وویل، چې په جګړه کې دواړو خواو ته تراوسه د سر زیان نه دی رسیدلی.

هغه وویل اوس مهال افغان ځواکونو په دغې ولسوالۍ کې تصفیوي عملیات پیل کړي دي.

د غزني والي ویاند وویل، چې د ولسوالۍ له تصفیې څخه وروسته به دا ولسوالۍ بیرته فعاله او افغان پوځ قطعات به په کې ځای پر ځای شي.

وسله والو طالبانو د افغان ځواکونو له خوا د خواجه عمري د ولسوالۍ د نیولو د ادعا په اړه تراوسه تبصره نه ده کړې.

د خواجه عمري ولسوالۍ د غزني د ولایت د مرکز په شمال کې په ۱۵ کیلومتره فاصله کې پرته ده.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، وسله والو طالبانو دولس میاشتې وړاندې دا ولسوالۍ له یوې سختې جګړې وروسته له افغان ځواکونو نیولې وه.

د دغې ولسوالۍ د نیولو دمخه افغان ځواکونو د روانې میاشتې غبرګولي په شپږمه د غزني د دهک ولسوالۍ هم د وسله والو طالبانو څخه نیولې وه.

XS
SM
MD
LG