د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې افغان ځواکونو د داعش دوه مرکزونه له منځه وړي


د ننګرهار هسکه مېنه کې افغان ځانګړو ځواکونو عملیات کړي، حکومتي مقامات وايي اوه داعش وسله وال یې وژلي او د دغې ډلې دوه لوی مرکزونه یې له منځه وړي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ اشنا ته وویل، چې افغان ځانګړو ځواکونو تېره شپه د هسکې مېنې ولسوالۍ ګنجۍ سیمه کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د داعش پر مرکزونو بریدونه کړي چې په پایله کې یې اوه داعش وسله وال وژل شوي او ګڼې وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي دي.

نوموړي وویل چې یاد مرکزونه د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې هغه مرکزونه وو چې د اوربند په ورځو کې د دوو ځانمرګو بریدونو چې یو یې په ښار او بل یې په روداتو ولسوالۍ کې و رهبري شوې وه.

تر اوسه داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG