د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونو په هلمند کې د طالبانو قرارګاه له منځه وړې


د افغانستان د ملي امنیت ریاست په یو بیان کې ویلي، چې د دغه ریاست ځانګړو قطعاتو د ملي اردو ځواکونو په همکارۍ، په هلمند ولایت کې د وسله‌والو طالبانو پر یوې قرارګاه برید کړی او د دغې ډلې څلور تنه یې نیولي دي.

د ملي امنیت ریاست په بیان کې راغلي، دغه قرارګاه چې د وسله‌والو طالبانو د ځانمرګو بریدګرو د مسؤول احسان‌الله مشهور په مولوي شریف پورې اړه درلوده، د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ په مالګیر دښته کې موقعیت درلود.

په بیان کې ویل شوي، چې افغان ځواکونو له دغې قرارګاه څخه، د چاودیدونکو موادو یو ډک موټر، ۵۰۰ کیلوګرامه انفجاري مواد، ۱۰۰ کیلوګرامه اپین او یوه اندازه مهمات او پوځي تجهیزات ترلاسه کړي دي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست ویلي، طالبانو غوښتل چې په دغه مرکز کې خپل پسرلني عملیات تنظیم او په هلمند کې یې عملي کړي.

د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، د طالبانو دغه مرکز په بشپړ ډول له منځه وړل شوی دی.

وسله‌والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG