د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونو پچیراګام کې د داعش وسله والو د ځپلو عملیات ختم کړل


افغان ځواکونو د ننګرهار د پچیراګام په ولسوالۍ کې درې میاشتې وړاندې د داعش پر وړاندې عملیات پیل کړي وو.
افغان ځواکونو د ننګرهار د پچیراګام په ولسوالۍ کې درې میاشتې وړاندې د داعش پر وړاندې عملیات پیل کړي وو.

ننګرهار ولایت کې چارواکي وایي، د دغه ولایت د پچیراګام په ولسوالۍ کې د اسلامي دولت یا داعش د وسله والو پر خلاف د افغان ځواکونو عملیات چې درې میاشتې وړاندې پیل شوي وو پای ته رسیدلي او اوس دا ولسوالۍ د داعش د ډلې له وسله والو پاکه شوې ده.

د ننګرهارپه ولایت کې د افغان ځواکونو چارواکي وایيپه پچیراګام ولسوالۍ کې د شاهین شل په نوم پیل شوي ګ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډ عملیات تېره شپه پای ته رسېدلي او چارواکي وايي چې په دغې ولسوالۍ کې یې پنځه د پولیسو او دولس پوستې یې له پاڅون کوونکو څخه جوړ کړي دي چې په پچیراګام ولسوالۍ کې حالت ښه کړي.

په ختیځ زون کې د پوځ د قوماندانۍ ویاند ‌‌‌‌‌‌ډګرمن شیرین اقا امریکا غږ ته وویل چې ولسوالۍ په کامله توګه له داعش څخه پاکه شوې او د په ولسوالۍ کې یې دوه لویې امنیتي قرارګاوې هم جوړې کړي دي.

نوموړی زیاتوی چې داعش بیا ځلې په پچیراګام برید نه شي کولای.

خو د پچیراګام اوسېدونکي وايي چې حکومت دې خپلې پوستې زیاتې کړي او پاڅون کونکي دې په درنو وسلو سمبال کړي ځکه اوس مهال پاڅون کوونکي په خپلو کمزورو وسلو جګړه کوي.

پهپچیراګام کې د تېرو دریو میاشتې راهیسې د حکومت عملیات پیل شوي وو چې داعش وسله وال وځپي.

د پچیراګام ولسوالۍ کې ولسي خلکو ته د مرګ ژوبلې سره سره شپېته پاڅون کونکي داعش له ځانونو سره وړي چې لا یې هم سرنوشت معلوم نه دی.

XS
SM
MD
LG