د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې تر ۵۰ د داعش جنګیالي وژل شوي


د سیمې اوسیدونکي وایي،د کوټ په جګړو کې پنځه پوستې د داعش وسله والو لاس ته ورغلې وې، چې بیرته د افغان ځواکونو له خوا ونیول شوې
د سیمې اوسیدونکي وایي،د کوټ په جګړو کې پنځه پوستې د داعش وسله والو لاس ته ورغلې وې، چې بیرته د افغان ځواکونو له خوا ونیول شوې

د ننګرهار د اچین او کوټ هغه ولسوالۍ دي چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې پورې تړلې وسله وال پکې فعالیت کوي چې کله ناکله له دغو ولسوالیو څخه د افغان امنیتي ځواکونو او داعش جنګیالیو ترمنځ د نښتو راپورونه ورکول کیږي.

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د ستراتیژیکو اړیکو مرستیال جګړن عبدالرحمان امریکاغږ اشنا راډیو ته ویلي چې تیره شپه دوه بجې او شل دقیقې د کوټ ولسوالۍ په شګې او سه پای سیمو کې د داعش جنګیالیو د افغان امنیتي ځواکونو او سیمه اییزو پولیسو پر پوستو برید وکړ، خو د افغان امنیتي ځواکونو لخوا یې برید په شا وتنبول شو.

د جګړن عبدالرحمان په وینا په دغه جګړه کې ۳۶ داعش جنګیالي وژل شوي او ۳۲ ټپیان شوي دي.

خو د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي امریکا غږ ته ویلي چې د افغان امنیتي ځواکونو او داعش جنګیالیو ترمنځ یوه ورځ مخکې نښته پیل شوې وه،‌او تیره شپه پای ته ورسیده.

د ننګرهار د والي ویاند د شمیرو له مخې په دغه جګړه کې د داعش ۳۷ جنګیالي وژل شوي دي چې د دوو میرمنو په ګډون اته ولسي وګړي هم د وژل شویو په ډله کې دي.

د خوګیاڼي په وینا په ترسره شوې نښته کې دوه افغان سرتیري وژل شوي او اوه ملکي کسان ټپيان دي.

د ننګرهار د والي ویاند په وینا داعش جنګیالیو په سیمه کې دیرش کورونه سوځولي دي.

د چارواکو په وینا په کوټ ولسوالۍ کې اوس وضعیت آرام شوی او داعش جنګیالي په سیمې څخه تښتیدلي دي.

د جګړې په سیمه کې یوه اوسیدونکي د نوم د نه اخیستو په شرط امریکا غږ ته ویلي چې د افغان امنیتي ځواکونو او داعش جنګیالیو ترمنځ په نښته کې پنځه سیمه اییز پولیس وژل شوي او د داعش د لسو کسانو مړي ولسي خلکو خښ کړي‌ دي.

ده ویلي چې پنځه نور سیمه اییز پولیس ټپیان شوي او پنځه امنیتي پوستې هم د داعش وسله والو لاس ته ورغلې دي، خو د تازه دمو افغان ځواکونو په راتګ سره دغه پوستې یې له لاسه ورکړي‌ دي.

اچین

په کوټ ولسوالۍ کې نښتې سره سم د داعش وسله والو د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې هم افغان ځواکونو سره نښتې کړي دي.

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د ستراتیژیکو اړیکو مرستیال جګړن عبدالرحمان امریکا ته ویلي چې ایتلاف ځواکونو د داعش پټنځایونه د کرکنې په سیمه کې په نښه کړي‌ دي چې په ترڅ کې یې د داعش ۱۰ غړي‌ وژل شوي دي.

که څه هم یوه میاشت مخکې افغان امنیتي ځواکونو په کوټ‌ ولسوالۍ کې د داعش جنګیالیو پر ضد چاڼیز عملیات ترسره کړل، خو لا هم ددغې ډلې شتون په سیمه کې لیدل کیږي.

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو چارواکي‌ وايي چې په کوټ ولسوالۍ کې د داعش پټنځایونه له منځه تللي، خو د داعش جنګیالي د ډیورنډ له هغې غاړې تر تمویل او تجهیز وروسته افغانستان ته رااوړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د معلوماتو له مخې په تیرو دریو میاشتو کې د ایتلاف ځواکونو په همکارۍ د داعش دوه سوه جنګیالي وژل شوي او تر څلویښتو زیات ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG