د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې د طالبانو له زندانه ۲۳ بندیان خوشې شوي


دا په تیرو څلورو میاشتو کې د وسله والو مخالفانو پنځم زندان دی چې د افغان ځانګړو ځواکونو له لوري ترې بندیان راخوشې کیږي.
دا په تیرو څلورو میاشتو کې د وسله والو مخالفانو پنځم زندان دی چې د افغان ځانګړو ځواکونو له لوري ترې بندیان راخوشې کیږي.

افغان امنیتي چارواکي وایي چې د افغان پوځ ځانګړو ځواکونو تیره شپه د هلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ د سيستاني په سيمه کې د طالبانو د یو زندان د ماتولو لپاره عملیات ترسره کړي او له دغه زندان څخه ۲۳ تنه د طالبانو له بند څخه خوشې کړي دي.

په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اوردو قومندان جنرال محمد معین فقیري امریکاغږ ته وويل چې خوشې شویو ۲۳ بندیانوکې یو شمیر نظامي سرتیري او هغه کسان هم شامل دي چې وسله والو مخالفینو د افغان حکومت سره د همکارۍ په تور نیولي وو .

دا په تیرو څلورو میاشتو کې د وسله والو مخالفانو پنځم زندان دی چې د افغان ځانګړو ځواکونو له لوري ترې بندیان راخوشې کیږي.

وسله والو طالبانو پدې اړه رسنیو ته کومه تبصره نده کړې.

اچین کې د داعش په مرکز ډرون برید

د بلې د ننګرهار په ولایت چارواکي وایي چې د ډرون په برید کې ددغه ولایت د اچین په ولسوالۍ کې د اسلامي دولت یا داعش د یو قوماندان په ګډون د دغې ډلې اته پاکستاني وسله وال وژل شوي دي.

ننګرها د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل چې نن سهار لس بجې اچین ولسوالۍ په شډل او کرکڼۍ سیمه کې د داعش پر دوو مرکزونو ‌‌‌‌‌‌ډرون بریدونه شوي دي چې له امله یې اته پاکستاني د داعش وسله وال وژل شوي دي.

ننګرها د والي ویاند وویل په وژل شویو کې یو یې د عبد الله په نوم قوماندان هم شامل دی.

تر اوسه د داعش وسله والو په دې اړه څه نه دي ویلي خو یو سیمه ییز اوسېدونکي امریکا غږ ته ویلي چې په دغو دواړو سیمو یې د بمبارۍ درانه غږونه اورېدلي دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG