د لاس رسي وړ اتصالات

افغان پوځ وايي له کندهار څخه یې د طالبانو د شړلو عملیات پیل کړي


افغان ځواکونه
افغان ځواکونه

په کندهار کې امنیتي ادارو چارواکي وايي ګډو افغان ځواکونو د کندهار ښار په بېلا بېلو برخو کې د وسله والو طالبانو پر ضد پوځي عملیات پيل کړي دي.

په کندهار کې د افغان پوځ چارواکي وايي چې دا پوځی عملیات تصفیوي، یرغلیز او کماندويي برخي لري چې عمده موخه يې د کندهار ښار له داخل څخه د جګړې ايستل دي.

د ۲۰۵ اتل قول اوردو ویاند جګړن محمد صادق عیسی امریکا غږ ته وويل چې له تیرمازیګر راهیسې جولای ۲۹ ( زمري ۷) د کندهار ښار په لویديځو او جنوبي څنډو کې پوځي عملیات پيل کړي.

جګړن عیسی وویل " په روانو پوځي عملیاتو کې تر اوسه په هوايي بریدونو او د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ۳۶ تنه وسله وال طالبان وژل شوي د هغوی موټر بمونه او درنې وسلې هم لمنځه وړل شوي پدې پوځي عملیاتو کې د سیمې تصفیه، یرغلیز او د ځانګړو ځواکونو کماندويي برخې شاملې دي، چي ژر به يې په پایله کې د کندهار په امنیتي حالت کې بدلون رامنځ ته شي".

بلي خواته روغتیايي چارواکي وايې، چې د کندهار ښار له نا امنو سیمو څخه له تیري شپې راهیسې ۳۳ تنه ټپیان روغتیايي مرکزونو ته ور وړل شوي چي ۲۴ تنه پکښې ملکي وګړي دي.

د میرویس حوزوي روغتون رئیس ډاکتر محمد داود فرهاد امریکا غږ ته وويل " د کرز، میرویس مېني، سرپوزې او حاجي عرب سیمو په ګډون د کندهار ښار له بیلا بیلو برخو څخه ۳۳ تنه ټپیان روغتون ته له تیرې شپې راهیسې را وړل شوي چې د ۱۲ ماشومانو او ۲ ښځو په ګډون ۲۴ تنه پکښې ملکي وکړي دي دغه راز ۴ جسدونه هم را وړل شوي چې هویت يې لا هم ندی معلوم".

اوس مهال د کندهار ښار د ۱۵ حوزو څخه په اوو حوزو کې د افغان امنیتي او د طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي، چي له کبله يې د کندهار د نیمايي برخې اوسیدونکي له خپلو سیمو څخه ګډوال شوي.

په یو بل خبر کې د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي چې افغان ځواکونو د هلمند په لښکرګاه ښار کې هم تصفیوي عملیات پیل کړي دي.

د دغه وزارت په یوې خبرپاڼې کې راغلي دي چې د ځمکې او هوا له لارې په پیل شویو عملیاتو کې د القاعده شبکې د دوه پاکستانیو غړیو په شمول تر دې دمه ۶۵ طالبان وژل شوي دي.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

کندهار کې د مخابراتي شبکو نه فعالیت

په ورته وخت کې د وسله والو طالبانو تر خبرداري وروسته په کندهار کې خصوصي مخابراتي شبکو هم خپل فعالیت د شپې له خوا ځنډولی دی. که څه هم د خصوصي مخابراتي شبکو مسئولین پدې باب تبصره نکوي.

خو د کندهار د مخابراتو د ادارې یوه مسئول د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وويل چې وسله والو طالبانو مخابراتي شبکو ته خبرداری ور کړی، چې د مازیګر له ۶ بجو څخه بیا د سهار تر ۵ بجو پوري خپل فعالیت په ټپه ودروي.

د کندهار ښار اوسیدونکې وايې چې د مخابراتي شبکو د فعالیت ځنډ له ګڼو ورځنیو ستونزو سره مخ کړي او د شپې له پلوه نشي کولای چې له یو بل سره تیلیفوني اړیکې ولري.

د کندهار ښار یو اوسیدونکي صدیق الله حبیب امریکا غږ ته وويل مخکې به د تیلیفوني ستونزو په وخت ګڼو ښاریانو د سلام دولتي مخابراتي شبکې له سیم څخه ګټه اخیستله خو اوس دا شبکه هم له فعالیت څخه لویدلې ده.

وسله والو طالبانو په کندهار کې د جګړې او مخابراتي شبکو د فعالیت په اړه رسنیو ته کومه تبصره نده کړې.

XS
SM
MD
LG