د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې نیول شوي مېرمنې د القاعده غړې دي که ملکیانې؟


په مشرانو جرګه کې د هلمند سناتور محمد هاشم الکوزی وايي، د دغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د پوځي عملیات پرمهال دوه ملکي وګړي وژل شوي او دوې مېرمنې له ځان سره وړي دي.

ښاغلي الکوزي د سې شنبې په ورځ د «وري میاشتې پر۲۰مه» امریکا غږ ته وویل، دغه پوځي عملیات چې دوې شپې مخکې د ګرشک ولسوالۍ د مارګیر په سیمه کې شوي تر دا مهاله معلومه نه ده چې د افغان او که بهرنیو ځواکونو لخوا تر سره شوي دي.

الکوزي وویل:"په دغو عملیاتو کې دوه بېګنا خلک په شهادت رسېدلي او دوې ښځې له ځان سره وړي دي، مشکلات موجود دي تر اوسه معلومه نه ده چې خارجي ځواکونه دي که افغان."

هغه وویل، چې د یادې پېښې په غبرګون کې د سیمې خلکو د تېرې ورځې راپدیخوا مظاهرې پیل کړي دي.

نوموړي زیاته کړه چې له ارګ او اجرائیه ریاست څخه غوښتي چې په دې اړه جدي اقدام وکړي.

پر همدې مهال د هلمند سیمه ییز چارواکي بیا وايي، چې عملیات له کندهار ولایت څخه ورغلي صفر ۳ قطعې کړي چې پرمهال یې د طالبانو د دوو قوماندانانو په ګډون څلور وسله وال وژل شوي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک امریکا غږ ته وویل، چې د دغه عملیاتو پرمهال څلور تنه هم وړل شوي چې دوې مېرمنې دي.

نوموړي زیاته کړه:"موږ چې کوم معلومات تر لاسه کړي دي او له دوی سره مو خبرې کړي دي، تر څو دقیق معلومات وشي چې په کومې قضیې او په څه ډول له دغه ځای څخه انتقال شوي دي، د هلمند والي صاحب دقطعاتو له مسؤلینو سره خبري کړي دي او له هغوی څخه غوښتل شوي چي وړل شوي مېرمني د افغاني کلتور له‌مخې په عاجله توګه بېرته را ایله کړي."

له هلمند ولایت مقام څخه هم په دې اړه اعلامیه کې ویل شوي چې عملیات په سیمه کې د القاعده شبکې پر غړو تر سره شوي چې پرمهال د ملاجابر او ملا یاسر په نوم د دوو مشرانو په ګډون څلور تنه وژل شوي او څلور تنه چې دوې یې مېرمنې دي له ځان سره وړي دي.

په بیان کې راغلي:"د کشفي ادارو د معلوماتو پر اساس یادو میرمنو هم د القاعدې غړیتوب درلود او له هغوی سره په ګڼو جرمونو کې ښګېلې دي، خو داچي د خلکو غبرګونونه راپورته شوې په دې اړه يې له مرکزي امنيتي مقاماتو سره موضوع شریکه کړې ترڅو نیول شوي میرمني خوشي شي."

نوموړي زیاته کړه چې په دغه پېښه کې یوه مېرمن وژل شوې هم ده.

خو په مشرانو جرګه کې د هلمند سناتور محمد هاشم الکوزی وايي، چې وژل شوي او وړل شوي کسان ملکیان دي او له هیڅ یوې تروریستي ډلې سره یې اړیکه نه لرل.

الکوزي وویل:"دا ښځې دي، ښځې زموږ په افغانستان کې زموږ په کلتور عنعناتو کې دا خلاف دروغ خبر ده چې له القاعده سره یې اړیکه لرل، دا هېڅ تړاو نه لري، ټول دروغ دي."

تر دا مهاله صفر ۳ قطعې په دې اړه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG