د لاس رسي وړ اتصالات

د لغمان په الیشنګ کې نهه طالب قوماندانان ووژل شول


له تیرو دریو ورځو راهیسې په لغمان کې د افغان ځواکونو او وسله والو طابانو ترمنځ جګړو زور اخیستی دی.
له تیرو دریو ورځو راهیسې په لغمان کې د افغان ځواکونو او وسله والو طابانو ترمنځ جګړو زور اخیستی دی.

د لغمان ولایت چارواکي وايي چې له تېرې ورځې راهیسې یې ددغه ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د الماس ۳۹ په نوم ګډ پوځي عملیات پیل کړي چې تر اوسه پکې د نهو مهمو طالب قوماندانانو په ګډن اتلس طالب وسله وال وژل شوي دي.

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک امریکا غږ ته وویل چې عملیات اوس مهال د شامرام، قلعټک او صبر اباد سیمو کې روان دي.

نوموړی وايي چې په اتلسو وژل شویو طالب وسله والو کې د" شنګړي" چې په خیبر مشهور دی او همدا شان یو بل قوماندان عمرزی هم شامل دي چې په سیمه کې ډېر شهرت لري.

ځواک زیاتوي چې د خیبر په نوم قوماندان به د الیشنګ او دولت شاه ولسوالیو تر منځ لارو کې خلک له موټرو ښکته کول او وروسته به یې په ډېرې بې رحمۍ وژل او په دغه لاره به یې ماینونه ښخول.

ځواک وايي چې په دغو عملیاتو کې لس طالب وسله وال زخمیان شوي هم دي چې یو پکې د طالبانو سرګروپ دی.

په ختیځ زون کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندانۍ هم په یوه اعلامیه کې د لغمان د علمیاتو په اړه ویلي چې په دغو عملیاتو کې د طالبانو اته قوماندانان وژل شوي دي چې یو یې پکې خورا ډېر مهشور او د کفرشکن په نوم یادېده.

په اعلامیه کې ویل شوي چې عملیات اوس هم په بریالتوب سره دوام لري.

تر اوسه وسله والو طالبانو د لغمان د عملیاتو او مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

د الیشنګ ولسوالۍ یو ځايي اوسېدونکی وايي چې ملي اردو او نور ځواکونه یې ولسوالۍ ته ورغلي او عملیات یې پیل کړي دي خو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

دغه کس د خپل نوم د نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل چې په الیشنګ کې وضعیت سخت ترینګلی دی او که حکومت یې غم ونه خوري نو ولسوالۍ د افغان حکومت له ولکې د وتلو حالت ته نژدې شوې ده.

درې ورځې وړاندې د لغمان مهترلام ښار ته وسله وال طالبان ننوتي و او ددغه ښار دوه امینتي پوستې یې د حکومت په وینا نیولې وې، خو تر علمیاتو وروسته یې طالبانون وتنبول.

د لغمان یو شمېر اوسېدونکي وايي چې ددغه ولایت په نژدې ټولو ولسوالیو کې دې د الیشنګ په څېر عملیات وشي تر څو سیمه کې حالات ښه شي.

دوی وايي د الیشنګ او الینګار په لاره هره ورځ طالبان موټرې پلټي.

تراوسه وسله والو طالبانو د لغمان د ولایتي چارواکو د دې ادعا په اړه غبرګون نه دی ښودلې، خو طالبانو په یو بیان کې د تیرې ورځې په مازیګر د الیشنګ په ولسوالۍ کې سیه ایزو پولیسو د یوې پوستې د نیولو ادعا کړې ده.

داعش ننګرهار کې د یوې دیني مدرسې ښوونکي خوشې کړل

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي چې داعش وسله والو د هسکې مېنې ولسوالۍ د یوې دیني مدرسې هغه ۱۴ استاداناو کارکونکي خوشې کړي چې شاخوا شپږ اونۍوړاندې یېد مدرسې له انګړ څخه وړي وو.

نوموړی وايي چې دغه کسان پرته له کومې معاملې او یا شرطونو خوشې شوي دي.

دغه دیارلس دیني عالمان، د مرسې یو مامور او یو ملازم د "مشر ملاصیب" په نوم د یوې دیني مدرسې ښوونکي او کارکوونکي وو چې د ازموینې د اخیستو پر مهال د اعش وسله والو په زوره بیولي وو.

د هسکې مېنې ولسوال سازولي امریکا غږ ته وویل چې دغه کسان تېره شپه د روداتو او هسکې مېنې ولسوالۍ تر منځ د" تور راغه" له سیمې راخوشې شوي دي او له په توره شپه خپلو کورنو ته رسېدلي دي.

نوموړی وايي داعش وسله والو په لومړي سر کې یو څه شرایط اېښودي وو خو اوس یې پغیر له کوم شرط څخه داغه کسان خوشې کړي دي.

د سیمي یو اوسېدونکی وایي ددغو معلمانو له ډلې دوه یې لیدلي، خو د داعش سره د اوسېدو او یا خوشې کېدو په اړه هیڅ ډول خبرې نه کوي.

دغه ځايي اوسېدونکی وايي چې ممکن داعش پرې پرې په دې اړه پابندي لګولي وي.

تر اوسه داعش وسله والو په دې اړه څه نه دي ویلي.

دوه ورځې وړاندې داعش وسله والو د پچیراګام ولسوالۍ ۴۲ اوسېدونکي هم خوشې کړي وو چې څلور میاشتې وړاندې داعش جنګیالیو په بر پچیر کې نیولي و او له ډلې یې لس کسان اوس هم د داعش په بند کې دي.

XS
SM
MD
LG