د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونو په ١٣ ولایتونو کې د "خالد" په نوم عملیات پيل کړي


ښاغلي دانش وایي، د خالد په نوم عملیاتو ټول تمرکز د تېر کال په ناامنو ولایتونو باندې دی
ښاغلي دانش وایي، د خالد په نوم عملیاتو ټول تمرکز د تېر کال په ناامنو ولایتونو باندې دی

د کورنیو چارو وزارت وايي، چې افغان امنیتي ځواکونو د خپلو وسله والو مخالفانو پر وړاندې د یولسو ولایتونو په شپاړس سیمو کې د "خالد" په نوم خپل سږني نوي عملیات پیل کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش خبریالانو ته وویل چې د خالد دا عملیات په هغو ولایتونو کې پیل شوي، چې تېر کال پکې وسله والو مخالفینو زیات تحرکات لرل او ناامني پکې زیاته وه.

ښاغلي دانش وویل چې اوس د خالد ددغو عملیاتو ټول تمرکز د تېر کال په ناامنو ولایتونو باندې دی.

ښاغلي دانش وویل" مونږ د خالد په عملیاتو کې ښې لاسته راوړنې لرلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دښمن ۳۹ جنګیالي وژل شوي، څلور پکې قومندانان دی، یو مهم قومندان یې امیر محمد نومېده چې په بادغیس کې د دښمن مشهور قومندان وو".

افغان امنیتي ځواکونو تېر کال خپلو عملیاتو ته د شفق د عملیاتو نوم ورکړی وو.

کورنیو چارو وزارت کې د فساد سره مبارزه

د کورنیو چارو وزارت له اداري فساد سره د مبارزې رئیس محمد وحید حمیدي بیا خبریالانو ته وویل چې دې وزارت په تېر لمریز کال کې د فساد، اختلاس، په دنده کې د غفلت او د ناوړه ګټې اخیستې په تور ۱۰۵ دوسیې لویې څارنوالۍ ته د عدلي تعقیب لپاره لېږلي دي.

ښاغلي حمیدي وویل چې پدغو دوسیو کې ۲۶۲ تنه د پولیسو منسوبین او ۱۵ لوړ پوړي مقامات شامل دي.

د کورنیو چارو وزارت دا هم وايي، سږني لمریز کال کې یې تراوسه د فساد لس دوسیې څارنوالۍ ته لېږلي دي.

ښاغلي حمیدي وویل" په ۱۳۹۳ او ۱۳۹۴ کلونو کې د فساد کچه لوړه وه، خو په ۱۳۹۵ کال کې مونږ د فساد ډېرې دوسیې څارنوالۍ ته لېږلي دي".

دا وزارت وايي، چې یوازې د فساد له دوو مرجعو یې دوه ملیارده افغانۍ سپمولي دي.

XS
SM
MD
LG