د لاس رسي وړ اتصالات

د کونړ د ناوه پاس د بندې لارې د خلاصون عملیات پیل شول


د کونړ امنیه قوماندان وویل،په شپږو بجو یې دافغان ګډو ځواکونو پر مټ عملیات پیل کړي او څو کیلو متره یې پر مختګ کړې.
د کونړ امنیه قوماندان وویل،په شپږو بجو یې دافغان ګډو ځواکونو پر مټ عملیات پیل کړي او څو کیلو متره یې پر مختګ کړې.

افغان امنیتي چارواکي وایي چې د کونړ ولایت د ناوه پاس د لارې د خلاصولو لپاره ننني پیل شوي عملیات په ښه توگه پرمخ ځي.

دا لاره چې د څلورو کلونو راهیسې بنده وه د چارواکو په وینا د خلاصون لپاره یې عملیات د جمعې ورځې په سهار پیل کړي او غواړي چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې کونړ ولایت د مرکز نه د مومندو ایجنسۍ په لور غزیدلې لاره د خلکو او موټرو پر مخ پرانیزي.

دغه لویه لاره،چې د باجوړ او مومندو ایجنسۍ ته ورغلې د تېرو څلورو کلونو راهیسې د دولت مخالفو وسله والو لخوا تړل شوې ده.

د کونړ امنیه قوماندان مل پاسوال عبد الحبیب سېدخېل امریکا غږ ته وویل،په شپږو بجو یې د افغان ګډو ځواکونو پر مټ عملیات پیل کړي او څو کیلو متره یې پر مختګ کړې.

نوموړی وايي، چې ځواکونه یې د ناوې سیمې ته ور رسېدلي او ژر ده، چې ټوله لاره پرانیزي.

هغه وايي "زمونږ ځواکونه مخکې تللي او د طالبانو له مقاومت سره هم مخ یو، دوه مخالفین مو وژلي او څلور مو زخمیان کړي دي".

هغه زیاتوي چې ایله درې کیلومتره مزل پاتې دی، چې ټوله لاره پرانیزي.

قوماندان سیدخیل وايي، چې په دغه لویه لاره به امنیتي پوستې هم ځای پر ځای کړي تر څو دغه لویه لاره د تل لپاره په امن کې شي.

د ناوه پاس لاره، چې د سرکاڼو ولسوالۍ پر مسیر غځېدلې، له دغه ولسوالۍ شپږ کیلومتره بره پرته ده.

مخکنیو کلونو کې به په دغه لاره ډېر تګ راتګ کېده، خو اوس پکې د امنیتي پلوه سختې ستونزې راولاړې دي.

په دغه سیمه کې د پوله ساتو ځواکونو امنیتي پوستې هم شته، چې د تېرو دوه اونیو راهیسې د محاصرې په حال کې دي، خو چارواکي وايي، چې د ځواکونو په رسېددو به ستونزې اوارې شي.

د چارواکو په وینا چې دغه امنیتي پوستو تر اوسه پلي اکمالات نه دي شوي او په لاره کې له خنډونو او ماینونو له کبله د سرحدي پولیسو مېشتو پوستو ته هوايي اکمالت کېږي.

XS
SM
MD
LG