د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونو بیا د ننګرهار په هسکه مینه کې د داعش پر خلاف عملیات پیل کړي


په هسکه مینه کې د افغان ځواکونو له خوا د داعش پر خلاف عملیات څلور ورځې وړاندې پیل شوي دي
په هسکه مینه کې د افغان ځواکونو له خوا د داعش پر خلاف عملیات څلور ورځې وړاندې پیل شوي دي

د ننګرهار په هسکه مېنه کې څلور ورځې وړاندې حکومت او بهرنیو ځواکونو د اسلامي دولت ډلې د ځپلو پسې بیا ځلې عملیات شروع کړي او د چارواکو په وینا هغه سیمو ته یې ځانونه ور رسولي چې تېر دیارلس کاله پکې حکومتي عسکرو پښه نه وه ایښودلې.

په دغه ولسوالۍ کې افغان ځواکونو د داعش ډلې د ځپلو لپاره دوه ځل وړاندې هم عملیات کړي وو؛ خو تر لږې جګړې ورسته ترې حکومتي سرتیري وتلي و او د حکومت دغې مخالفې ډلې پرې بیاخپله ولکه ټینګه ساتلې وه.

د هسکې مېنې امنیه قوماندان حمید الله له امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي چې پر داعش وسله والو یې هوايي او ځمکني قوي ګوزارونه شروع کړې دي.

نوموړی وايي " زموږ قواوو اوس شرموخۍ، مورګۍ،بره احمد خېل،جودره، تړلی کنډو او اُغز سیمې نیولي او دا اوس د اُغز سیمې په تنګي کې جنګ روان دی".

د سیمې یو اوسېدونکي له امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي چې د اُغز سیمې ته په تېره څه باندې یوه لسیزه کې حکومتي ځواکونه نه وو ورغلي، خو دا وار یې ډېرې سیمې تر کنټرول لاندې راوستلې دي.

د سید احمد په نوم دغه ځايي اوسېدونکی وايي:" اوس د اُغز په تنګي کې دي ځواکونه، دغې ساحې ته د کرزي وخت کې هم حکومت نه و راغلی او دا دی دوی راغلل".

د ننګرهار ولایتي مقاماتو ویلي دي چې دا ځل عملیاتو کې به ګټلې ساحې دایم لپاره د سیمه ییزو او ملي پولیسو په زیاتېدو سره وساتي.

دا د پچیراګام ولسوالۍ د تورې بوړې تر نیولو وروسته دویم پرمختګ دی چې حکومتي او نړیوال ځواکونه یې په هسکه مېنه کې کوي.

د اچین په ولسوالۍ کې د عملیاتو ورو کېدل

په یوه بله ولسوالۍ اچین کې بیا ځايي خلکو پر عملیات کوونکو ځواکونو نیوکه کړې چې د تېرې یوې نیمې میاشتې راهیسې یې د پام وړ مخکې تګ نه دی کړی.

دغلته قومي مشر ملک کمین وايي د ماند درې په الته بند سیمه کې له اوږدې مودې راهیسې عملیات کوونکي ځواکونه پر ځای ولاړ دي او تر دېرش کیلومتره سیمه کې د داعش وسله والو حاکم دي.

هغه وايي: "د تېرا د بریده پورې دېرش یا پنځه دېرش کیلومتره ساحه له داعش سره ده دا یوازې د مامند دره ده. موږ په دغه دره کې دوه قومونه پراته یو، مونږ ۳۳ نوکره خلک یو اته ویشت بره ایسار دي او درې لاندې یو نو بس د بره خروې پورې ټوله له داعش سره ده او حکومت په الته بند کې د تېرې یوې میاشتې راهسې پروت دی پورته نه ځي".

خو د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي عملیات کوونکي ځواکونه له ورکړل شوي پلان سره سم مخکې ځي او پر داعش وسله والو هوايي ګوزارونه زیات شوي دي.

هغه زیاتوي: "ډېرو سیمو ته کورنۍ ستنې شوې دي، د شډل بازار ته هم خلک تللي دي نو عملیات هماغسې روان دي او هوايي بریدونه ډېر شوي دي داعش چې ګوري او ولي یې، نو د تشویش خبره نه ده عملیات له پلان سره سم روان دي".

د همدغې ولسوالۍ په اسد خېلو سیمه کې شاخوا دوه میاشتې مخکې د داعش وسله والو پر یوه پټنځای تر ټولو لوی نا اټومي بم هم وغورځول شو، خو دغه ډله لاهم نه ده بې زوره شوې.

تر اوسه لا د اسلامي دولت نومې وسله والو د هسکې مېنې او اچین د روانو جګړو په اړه څه نه دي ویلي.

د اچین، پچیراګام او هسکې مېنې ولسوالیو نه د روانو جګړو له دېرې زرګونه کورنۍ راکډه شوي چې لا ډېرې یې اوس هم د ژوند له ګڼو ننګونو سره ملګرې د پردو په مېنو کې اوسېږي.

XS
SM
MD
LG