د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونه د ارزګان د ګیزاب ولسوالۍ له مرکز څخه شاته شوي


د ارزګان مرکز هم له تیرو دریو اونیو راهیسې د درنو نښتو شاهد دی، خو اوس افغان ځواکونو وسله وال مخالفان له دغه ښار ته په شا تمبولي دي
د ارزګان مرکز هم له تیرو دریو اونیو راهیسې د درنو نښتو شاهد دی، خو اوس افغان ځواکونو وسله وال مخالفان له دغه ښار ته په شا تمبولي دي

د ارزګان ځایي اوسیدونکي وایي، افغان ځواکونه او سیمه ایز چارواکي د دې ولایت د ګیزاب ولسوالۍ له مرکز څخه په دغه ولسوالۍ کې یو پوځي مرکز ته په شا شوي دي او د ولسوالۍ مرکز یې پریښی دی.

د گيزاب ولسوالی يو امنيتي مقام د نوم نه ښودلو په وشرط امريکا غږ ته وويل، چې تيره شپه وسله والو طالبانو د ولسوالی د مرکز د چوڼۍ ، بالاژړه ، دره سيدان ، پاته کاخ او کندس سيمي تر خپلې ولکې لاندې را وستي، چې ورسره د ولسوالۍ سیمه ایز چارواکي او ځواکونه د ولسوالۍ له مرکز څخه په همدې ولسوالۍ کې پرتې يوې پوځي قرارګاه ته لاړل .

دغه سرچینه وایي، چې د ولسوال دفتر اود ولسوالۍ نورې ادارې خوشې شوي او مسولين يې د ولسوالۍ له مرکز څخه څلور کيلوميتره لرې د غونډې په سيمه کي د پوځ يوې قرار گاه ته تللي دي.

ګیزاب د ارزگان د مرکز ترينکوټ په ختيځ کي له دايکنډي ولايت سره نږدې پرته ولسوالۍ ده د ارزگان ولایت یوه پراخه ولسوالۍ ده.

دا ولسوالۍ له تير يوه کال راهيسې د درنو نښتو شاهده وه او ځمکې لار يې هم له مرکز تريکوټ سره بنده ده .

د رازګان د والي ویاند دوست محمد نایاب امریکاغږ ته وويل چې ګیزاب ولسوالۍ تر لوړ تهدید لاندي ده او امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې ولسوالۍ د سقوط له خطر څخه وژغوري .

دوست محمد نایاب زیاته کړه چې د ترینکوټ د امنیت لپاره له کندهار اوهرات ولایتونو څخه ځانګړي ځواکونه رسیدلي او په ترینکوټ کې مخکنیو قواوو ته دنده سپارل شوې چې د ګیزاب او شهید حساس ولسوالیو د امنیت ساتلو او د دولت د وسله والو مخالفینو د ځپلو لپاره ګامونه پورته کړي .

د ترینکوټ د امنیت او د کندهار – ارزګان د لويې لاري د امنیت په اړه ښاغلي نایاب وويل چې تیره شپه د ترینکوټ ښار په ختیځ کې د سرمرغام او سرشخلو په سیمه کې د دولت پر وسله والو مخالفینو هوايي بریدونه شوي .

ده زیاته کړه چې د ترینکوټ – کندهار د لويې لارې د ۷۵ کیلو میتره برخو څخه د ۳۶ امنیتي پوستو د سقوط په اړه د کورنیو چارو وزارت یو لوړ پوړی پلاوی تحقیقات کوي او هڅه روانه ده چې ژر بیرته د دغې لارې امنیت افغان ځواکونه په لاس کې واخلي .

د ارزګان مرکز ترینکوټ له تیرو ۳ اونیو راهیسی د درنو نښتو شاهد دی چې اوس وسله وال مخالفان د ښار امنیتي کمر بند تر دریو کیلو میترو پورې په شا وهل شوي دي.

وسله والو طالبانو د ارزګان د ګیزاب د جګړو په اړه کومه تبصره نده کړې .

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG