د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونه د ګرمسیرلسوالۍ له مرکزه درې کیلو متره شاته شوي


د دې اونۍ له پیل څخه طالبانو د هلمند ولایت په دریو ولسوالیو کې افغان ځواکونو سره جګړې پیل کړي چې لا هم روانې دي.
د دې اونۍ له پیل څخه طالبانو د هلمند ولایت په دریو ولسوالیو کې افغان ځواکونو سره جګړې پیل کړي چې لا هم روانې دي.

د هلمند ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې افغان ځواکونه نن غرمه مهال د ګرمسیر د ولسوالۍ د مرکز څخه درې کیلو متره شا ته شوي او په دغه ولسوالۍ کې د افغان پولیسو د عامه نظم په کنډک کې ځای پرځای شوي دي.

ګرمسیر د ناوې ولسوالۍ په څنګ کې پرته ولسوالۍ ده چې د هلمند ولایت په کچه د نړیوالو ځواکونو دوهمه ستره پوځي قرار ګاه " دویرمیدان " هم پکښې موقیعت لري .

"دویر" پوځي اډه د ولسوالۍ له مرکز څخه ۳۰ کلیو میتره لرې د سیند پر بله غاړه پرته ده .

د هلمند د ولایتي شورا ریس محمد کریم اتل امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې افغان ځواکونو په ګرمسیر ولسوالۍ کې پرته له جګړې خپلې پوستې وسله والو طالبانو ته خوشې کړي دي .

محمد کریم اتل وويل، چې ګرمسیر د هلمند په جنوبي برخه کې د دې ولایت د امنیت او بلي هري برخي لپاره د کیلي په څېر اهمیت لري خو افغان نظامیانو د دغې ولسوالۍ څخه ښه ساتنه ونه شوه کړې.

ښاغلي اتل وویل " همدا اوس درې بجې دي خو لاهم د ولسوالۍ مرکز ته وسله وال طالبان نه دي را رسیدلي خو زموږ د اوردو یوه کنډک او پوليسو د ولسوالۍ ټولي حوزې او د ولسوالۍ قومنداني او نور تاسیسات خوشي کړي او د ولسوالۍ څخه درې کیلو میتره لرې د نظم عامې او سرحدي پوليسو یوه مرکز ته يې ځانونه رسولي ".

اتل د هلمند د امنیتي وضعیت د سمون لپاره د ولسمشر محمد غني څخه د مداخلې غوښتنه وکړه .

د هلمند امنیه قومندان مل پاسوال اقانور کینتوز امریکاغږ ته تائید کړه چې افغان ځواکونه په ګرمسیر ولسوالۍ کې په یوه نظامي مرکز کې سره را ټول شوي دي.

تر اوسه وسله والو طالبانو پدې اړه رسنیو ته کومه تبصره نده کړې .

د هلمند په هکله مخکیني معلومات

د هلمند والي حیات الله حیات امریکا غږ سره په مرکه کې د افغان امنیتي ځواکونو او د طالب وسله والو ترمنځ په دغه ولایت کې په روانو جګړو کې د نور پرمختګ ادعا کړې او ویلي دي چې د ناوې بازار هم بیرته افغان ځواکونو نیولی دی.

د ولایت والي حیات الله حیات امریکا غږ سره په مرکه کې د هلمند امنیتي وضعیت د تیرو درې څلور ورځو پرتله ښه وباله او ویې ویل چې په روانو جګړو کې وسله والو طالبانو ته د سر دروند زیان رسیدلی دی.

حیات الله حیات وویل چې د هلمند د ناوې ولسوالۍ په نښتو کې ۱۷۱ تنه د افغان حکومت وسله وال مخالفین وژل شوي او۸۵ تنه نور ټپیان شوي دي .

د هلمند والي حیات الله حیات وویل، چې اوس افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ناوې ولسوالۍ بازار او ټولې شاوخوا سیمې له وسله والو مخالفینو څخه پاکې کړې او په دغو سیمو کې تصفیوي عملیات دوام لري.
د هلمند والي د حلکومتي تلفاتو په اړه وويل چي په ناوې ولسوالۍ کې د وسلوالو سره نښته کې درې امنیتي سرتیري وژل شوي او پنځلس نور یې ټپیان شوي دي.

خو دمخه د ناوې ولسوال اقا محمد تکړه، امریکا غږ ته د ناوې د اوړمې شپې په جګړو کې تر شلو پورې افغان ځواکونو ته د مرګ ژوبلې د رسیدل تائید کړې وو.

د بلې خوا يوې بلې باوري سرچینې امریکاغږ ته وويل، چې د ناوې ولسوالۍ په عملیاتو کې تر ۳۵ پورې د افغان امنیتي ځواکونو منسوبین وژل شوي دي.

د هلمند د ناوې ولسوالۍ ترڅنګ د ددغه ولایت په نادعلي او ګرمسیر ولسوالیو کې هم جګړې روانې دي

د هلمند په ولایت کې ځايي اوسیدونکې وايي، چې اوس په دغه ولایت کې د جګړې زور د ناوې په څنګ کې د ګرمسیر ولسوالۍ ته اړولی دی.

د ګرمسیر ولسوالۍ یوې امنیتي سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط امریکاغږ ته وويل، چې وسله والو طالبانو د ولسوالۍ د مرکز تر ۲۰ کيلو میترۍ پورې ځانونه رسولي او افغان امنيتي ځواکونه تر ۱۰ پورې د امنیتي پوستو څخه په شا شوي دي.

خو د هلمند د والي ویاند عمرځواک امریکاغږ ته وويل، چې افغا امنیتي ځواکونه د ګرمسیر په ولسوالۍ کې پر حالاتو واکمن دي .

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري امریکا غږ سره په مرکه کې د هلمند په څو سیمو کې جګړې تائید کړې، خو ویې ویل چې په نادعلي او ناوه کې یې د طالبانو بریدونه په شا وهلي چې ورسره ددغه ولایت مرکز د لښکرګاه ښار ته پیښ شوي امنیتي ګواښونه له منځه تللي دي.

جنرال وزیري وویل، چې په نادعلي ولسوالۍ کې د چاانجیر سیمه افغان ځواکونو نیولې او په ناوه کې طالبانو ماتې خوړلې ده.

هغه وویل، چې د افغانستان د لوی درستیز مرستیال جنرال مراد علي مراد د هلمند د جګړې مشري کوي.

وسله والو طالبانو د افغان حکومت د چارواکو دغو تازه څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو دمخه د طالبانو یو ویاند قاري محمد یوسف احمدي په ناوه کې طالبانو ته د سر د زیان په باب خپاره شوي رپوټونه بې اساسه بللي وو.

قاري محمد یوسف احمدي، ویلي وو چې په ناوه کې جګړې دوام لري.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG