د لاس رسي وړ اتصالات

کندز د ښار زیاتې برخې د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي


تیره ورځ افغان حکومت اعلان وکړ چې کندز ته تر پنځه سوو پورې عسکر د بغلان له لارې رسیدلي دي.
تیره ورځ افغان حکومت اعلان وکړ چې کندز ته تر پنځه سوو پورې عسکر د بغلان له لارې رسیدلي دي.

د جګړې په اوومه ورځ د کندز د ښار هغه برخې چې بیګاه د شپې پورې په کې طالبان وو اوس د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي او افغان ځواکونو په ښار کې د کورونو تالاشي پیل کړې ده.

د کندوز سرپرست والي حمدالله دانشي امریکاغږ ته وویل چې اوس هم د ښار له هغو کوڅو او کورنو څخه چې خارجي طالبان په کې پټ شوي پر خلکو او دولتي قواو یو یو ډز کیږي.

هغه زیاتوي چې اوس هم د ښار په خواجه مشهد، زاخیل، ابراهیم خیل او نواباد سیمو کې هغه خارجي طالبان په سیمه کې بلد نه دي او لار نه شي موندلی بند پاتي دي او پر ځواکونو او خلکو ډزې کوي.

دانشي زیاتوي چې د کندوز پر ښار درې زرو تنو طالبانو برید کړی و چې د ښار له سقوط را په دیخوا د جګړو په پنځوو لومړیو ورځو کې ۴۸۰ تنه طالبان وژل شوي دي.

هغه زیاتوي چې دغه طالبان د اختر له ورځو په استفادې سره ښار ته ننوتي وو او د جګړې په پیل کې ښار له داخل څخه سقوط وکړ.

دانشي زیاتوي چې ددوي د معلوماتو پر بنسټ اوس هم طالبان کوښښ کوي چې په ولسوالیو کې ځوانان راټول کړي او د جګړې لپاره یې ښار ته په دې خاطر راولیږي چې په ښار کې د خارجي بند پاتي طالبانو لپاره د تلو لار پیدا کړي.

هغه زیاتوي چې یو شمیر ځوانان چې له دوي سره جګړې ته نه راځي خپله د طالبانو له خوا ویشتل شوي هم دي.

د کندوز یو تن اوسیدونکی شیرعالم وايي چې پرون ورځ تر ماښامه پورې د کابل بندر سیمه کې طالبان وو، خو سهار افغان ځواکونه په دغو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو، هغه وایې چې بیګا شپه دوي شدیدې ډزې نه دي اوریدلي، او امید لري چې نور جګړه ارامه شي او دوي خپل نورمال ژوند پیل کړي.

شیر عالم زیاتوي چې بیګاه شپه چې ډزې نه وې نو ایله یې د کور ماشومانو او خپله لږ وخت ارام خوب وکړ، کنه په تیرو اوه ورځو او شپو کې یې خوب نه دی کړی.

شیر عالم وویل چې له بیګا راپه دیخوا چې جګړه نشته یو یو تن له کوره د باندې راوځي ځکه چې په تیرو اوه ورځو کې دوي په کورنو کې بندیان وو.

یو تن خبریال جاوید کارګر چې په کندوز ښار کې له پولیسو سره په مختلفو ځایونو وګرځیده، وایې چې په ښار کې د پولیسو تالاشي جریان لري او یو شمیر طالبان د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي هم دي.

هغه وایې چې اوس په ښاره د ډزو اوازونه نه اوریدل کیږي.

کارګر وایې چې یو یو سړی له کوره د باندې وځي خو له کوره لرې ځکه نه ځي چې د جنګ ویره اوس هم د خلکو په زړونو کې شته دی.

د کندز د امنیې قوماندانۍ ویاند سید سرور حسیني امریکاغږ ته وویل چې ښار تصفیه شوی او پولیس د پولیسو تالاشي جریان لري، هغه زیاته کړه چې د پولیسو له خوا۲۰ منه وریجې پخ شوي او پر هغو خلکو يې ویشي چې د جګړو پر وخت ورته غذايي مواد نه دي رسیدلي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG