د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونو د چهاردرې مرکز بیرته له طالبانو ونیو


دچهاردرې ولسوالۍ د کندوز د ولایت د مرکز په شپږ نیم کیلو مترۍ کې موقیعت لري.
دچهاردرې ولسوالۍ د کندوز د ولایت د مرکز په شپږ نیم کیلو مترۍ کې موقیعت لري.

د کندوز د ولایت د چهاردرې ولسوالۍ د مرکز د نیولو وروسته د دغه ولایت والي محمد عمر ساپي په یوه خبري ناسته کې خبریالانو ته وویل چې پر چاردره باندې له دوه اړخونو نن سهار درې بجې عملیات پیل شوي چې په ترڅ کې تراوسه ۸۵ مخالف وسله وال وژل شوي دي.

ښاغلي ساپي وویل په دغو وژل شویو وسله والو کې د طالبانویو مشهور قوماندان رحمت الله او د هغه دوه نورو ملګري هم شامل دي.

دغه رازد کندوز والي وویل چې ددغو علمیاتو له پیل راهیسې تر اوسه ۶ افغان سرتیري وژل شوي دي.

والي محمد عمرساپي وویل په جګړه کې ملکي وګړوته هم د سر زیان رسیدلی .

هغه وویل یوه پیغله وژل شوې او د یوې کورنۍ ۷ تنه غړي ټپیان شوي دي.

ښاغلي ساپي وویل افغان ځواکونه تر ډیره هڅه کړې چې ملکي وګړو ته زیان وانه وړي.

د کندوز والي محمد عمر وویل هغه ۷۰ تنه افغان سرتیري چې څلور ورځې د طالبانو له خوا محاصره وو نن به د افغان ځواکونو په مرسته یې محاصره ماته شي.

د جګړې په لومړۍ کرښه کې یو افغان سرتیري امریکا غږ ته وویل چې د محاصره شویو ځواکونو قرارګاه ۴۰۰ مترۍ ته افغان ځواکونه رسیدلي دي.

چارواکي وایي چې افغان ځواکونه د ولسوالۍمرکز ته ننوتي دي خو هغه ځواکونه چې د دوو بیلابیلو خواو يې عملیات پیل کړي لا تراوسه له یو بل سره یو ځای شوي نه دي.

د افغانستان د کورنیو او دفاع وزارتونو هم په جلا اعلامیو کې د دغې ولسوالۍ د نیولو خبر ورکړی دی.

خو طالبانو په یو بیان کې د چهاردرې د ولسوالۍ له لاسه وتلو په باب خپاره شوي رپوټونه د دښمن پروپاګند بللی دی او ادعا یې کړې چې دا ولسوالۍ لاهم د طالب جنګیالیو په لاس کې ده.

دچهاردرې ولسوالۍ د کندوز د ولایت د مرکز په شپږ نیم کیلو مترۍ کې موقیعت لري.

په سیمه کې زمونږ خبریال وایي چې افغان ځواکونه پر هغو سیمو باندې لا هم د هیلیکوپټر او درنو وسلو ډزې کوي چې طالبانو په کې مورچلې نیولي دي.

د سیمې اوسیدونکو امریکا غږ ته وویل چې طالبانو په سیمه کې خلک له کورونو ویستلي او د هغوی په کورونوکې یې مورچلې جوړې کړي دي.

طالبانو د شنبې په ورځ د چهاردرې ولسوالۍ د یوې سختې جګړې وروسته له افغان ځواکونو نیولې وه.

د کندوز د چهاردرې د ولسوالۍ سربیره طالبانو د دشت ارچې ولسوالۍ چې د دغه ولایت د مرکزڅخه نږدې څلویښت کیلومتره فاصله لري هم په خپله ولکه کې راوستې ده.

افغان امنیتي چارواکي وایي چې ژر به ددغې ولسوالۍ د بیا نیولو لپاره هم عملیات پیل کړي.

پرون د کندوز د ښار د سیاو په سیمه کې وسله والو طالبانو د شیرخان بندر کندوز لویه لار بنده کړې وه چې له څو ساعته جګړې وروسته بیرته خوشې شوه.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG