د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونو د کندهار د غورک ولسوالۍ بیرته نیولې


د غورک ولسوالۍ د کندهار ولایت له مرکز څخه ۱۸۰ کیلو متره لرې په شمال لودیځ کې پرته ده.

په کندهار کې امنیتي چارواکي وايي چې د اتو میاشتو وروسته یې تیره ورځ د دغه ولایت د غورک ولسوالۍ د وسله والو طالبانو څخه بیرته نیولې ده.

په کندهار کېد ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند تورن احمد صادق عیسی امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې د غورک ولسوالۍ د نیول کیدو په عملیاتو کې ۱۴ تنه وسله وال هم وژل شوي.

تورن عیس وویل چې دا عملیات درې ورځي مخکې د ګډو افغان ځواکونو له لوري پيل شوي و، چې په ترڅ کې یې د جمعې د ورځې په سهار د دغې ولسوالۍ مرکز تر دولتي حاکمیت لاندې راغی.

تورن عیسی وویل " د غورک مرکز په بشپړه توګه د وسله والو له موجودیت څخه پاک شو، د عملیاتو مشري د قول اردو قومندان کوي او ژر به ملکي اداره خپل فعالیت پيل کړي وسله وال له سیمې څخه وتلي".

په تیرو اتو میاشتو کې د غورک ولسوالۍ مرکز د وسله والو طالبانو په لاس کې و، چې له امله یې د دغې ولسوالۍ اداري چارې په موقتي ډول د کندهار د میوند ولسوالۍ په یوه برخه کې ترسره کیدلې.

د غورک ولسوالۍ په کندهار کې د دې ولایت له ۱۷ ولسوالیو څخه یوازینۍ ولسوالۍ وه چې مرکز يې د وسله والو طالبانو په لاس کې وو.

غورک ولسوالۍ د کندهار ښار په شمال لویدیځ ۱۸۰ کیلو میترۍ کې د هلمند له سنګین ولسوالۍ سره پر پوله پرته ده.

دغه راز دا ولسوالۍ د کندهار، ارزګان او هلمند ولایتونو ترمنځ د تګ راتګ ګڼي لارې لري.

وسله والو طالبانو د کندهار د غورک ولسوالۍ د عملیاتو په اړه کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG