د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونو د غزني د زنه خان ولسوالۍ بیرته نیولې


د غزني ولایتي چارواکي وايی طالبانو د زنه خان ولسوالۍ تیره شپه د څو ساعتونو لپاره نیولې وه.

د غزني ولایت امنیتي چارواکي وایي افغان ځواکونو نن سهار د یوې جګړې وروسته د دغه ولایت د زنه خان ولسوالۍ چې تیره شپه د طالبانو لاس ته ورغلې وه د دغې ډلې له وسله والو بیرته نیولې ده.

د غزني امینه قوماندان جنرال مصطفی مایار تیره شپه د طالبانو له خوا د زنه خان ولسوالۍ نیول تائید کړل، خو ویې ویل چې نن سهار چې دغې ولسوالۍ ته اصافي سرتیري ورسیدل د ولسوالۍ مرکز یې له وسله والو طالبانو بیرته ونیوه.

جنرال مایار وویل " د زنه خان پر ولسوالۍ او د دغې ولسوالۍ پرشاوخوا امنیتي پوستو د طالبانو د بریدونو له امله د افغان ځواکونو تلفات د دې سبب شول چې طالبان پوستې ونیسي او ورته اور واچوي، خو کله چې د غزني مرکز څخه د مرستې لپاره دغې ولسوالۍ ته نور اضافي سرتیري ورسیدل د زنه خان ولسوالۍ پوستې او نورې ټولې پوستې یې بیزته ونیولې".

جنرال مایار وویل چې په دغو نښتو کې څلور افغان امنیتي صاحب منصبان وژل شوي او اوه تنه سرتیري ټپیان شوي دي او هم طالبانو څلور پوستو ته اوراچولی دی.

افغان امنیتي چارواکي وايي په دې جګړو کې شپږ طالبان وژل هم شوي او اوه تنه نور ټپیان شوي دي.

د غزني ولایتي شورا چارواکي وايي طالبانو درې زرې وسایط او د پولیسو یو رنجر موټر ته هم اور اچولی دی.

طالبانو په یوه اعلامیه کې د افغان ځواکونو څخه د زنه خان ولسوالۍ د نیولو خبر ورکړی او ویلي دي چې طالب وسله والو د زنه خان د ولسوالۍ د نیولو پر وخت وسلې او په زیاته اندازه مهمات هم نیولي دي.

غزني د افغانستان په مرکزي برخه کې د ناامنو ولایتونو څخه شمیرل کیږي او ددې ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې وسله وال طالبان حضور لري.

XS
SM
MD
LG