د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې د طالبانو یو بل زندان مات شوی


د افغانستان د دفاع وزارت وایي دا عملیات تیره شپه ترسره شوي چې افغان ځواکونو ته په کې د سرزیان نه دی رسیدلی.
د افغانستان د دفاع وزارت وایي دا عملیات تیره شپه ترسره شوي چې افغان ځواکونو ته په کې د سرزیان نه دی رسیدلی.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د افغان پوځ له خوا د زندان څخه د بندیانو د ازادولو په عملیاتو کې اولس وسله وال مخالفان چې شپږ یې ځانمرګي وو، هم وژل شوي دي.

د دفاع وزارت وایي، چې دا زندان د ملا عبدالباري ذاکر په نوم د طالبانو د یو قوماندان له خوا اداره کیده.

دا وزارت وایي چې په دغو عملیاتو کې افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.

طالبانو په یو بیان کې د دوی پر زندان د افغان امنیتي ځواکونو برید تائید کړی، خو په دغه برید کې يې خپلو وسله والو ته د سر د زیان په باب د دفاع وزارت ادعا نا سمه بللې ده.

طالبانو ادعا کړې، چې په دغه برید کې اته ملکي وګړي وژل شوي دي.

طالبانو ویلي چې بندیان یې د افغان ځواکونو له برید مخکې بل ځای ته انتقال کړي دي.

په هلمند کي د ۲۱۵ میوند قوال اردو قومندان جنرال محمد معین فقیري هم امریکاغږ اشنا رادیو ته د طالبانو د زندان څخه د شپاړس بندیانو ازادول تائید کړي دي .

جنرال فقیري ویلي، دا عملیات تیره شپه د ګرشک ولسوالۍ په شور سیمه کي د یو لړ کره استخباراتي معلوماتو پر اساس په یو ښوونځي کې ترسره شوي، چې وسله والو مخالفانو د زندان په توګه کاروه.

د جنرل فقیري پر وینا، په خوشې شوي شپاړس بندیانو کې اکثریت ملکي کسان شامل دي خو هغه وویل یو شمیر امنیتي سرتیري هم په دغو بندیانو کې وو چې تیره شپه راخوشې شول.

په هلمند کي د امنیتي قواوو د همغږۍ د دفتر یو چارواکي امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل، په دغو عملیاتو کې له افغان ځانګړو امنیتي ځواکونو سره نړیوالوځواکونو هم مرسته کړې ده.

دا په هملند کې، په تیرو ۳ میاشتو کې د دولت د وسله والو مخالفینو څلورم زندان دی، چې د افغان ځواکونو له خوا د عملیاتو په ترڅ کې له منځه وړل شوی دی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG