د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې افغان ځواکونو د طالبانو له زندان ۵۸ بندیان ازاد کړي


تیر یو کال په اوږدو کې افغان ځواکونو ځو ځلې هلمند کې د طالبانو پر زندانونو بریدونه کړي او په لسګونو بندیان یې ترې ازاد کړي.
تیر یو کال په اوږدو کې افغان ځواکونو ځو ځلې هلمند کې د طالبانو پر زندانونو بریدونه کړي او په لسګونو بندیان یې ترې ازاد کړي.

امنیتي مقامات وايې، چې تیره شپه ( چنګاښ ۲۵ مه شپه) افغان ځواکونو د هلمند ولایت د موسې کلا په ولسوالۍ کې د ځانګړو عملیاتو په پایله کې د وسله والو طالبانو یو ستر زندان مات کړی او ۵۸ تنه زندانیان یې د دغې ډلې د وسله والو له بند څخه خوشې کړي دي.

مقامات وایی، په خوشې شویو زندانیانو کې د افغان پوځ او پوليسو سرتیري هم شامل دي.

د پوځ چارواکې وايې چې عملیات د هلمند په شمال د موسی کلا په ولسوالۍ کې تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو تر سره کړي.

په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اوردو قومندان تورنجنرال ولي محمد احمدزي امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل، چې د وسله والو طالبانو پر زندان د عملیاتو پرمهال نړیوالو ځواکونو هم افغان ځانګړو ځواکونو سره د هوایي ملاتړ په برخه کې مرسته کړې ده.

جنرال احمدزي وویل " تېره شپه مو د موسی کلا په ولسوالۍ کې پر یوه زندان باندې خاص عملیات تر سره کړل، چې په ترځ کې يې ۴ د پوځ سرتیري، ۱۳ د ملي پوليسو، ۲ د سرحدي پوليسو، ۳۳ ملکي کسان او ۲ تنه هغه ډاکتران چې د هرات – کندهار د لويې لارېله سر څخه یرغمل شوي وو، ازاد کړل، چې ازاد شوي بندیاند بیلا بیلو ولایتونو اوسېدونکې دي".

د پوځ نوموړی مقام زیاته وي چې د وسله والو طالبانو د دغه زندان څلور ساتوونکي وسله وال طالبان هم د افغان خاصو قواوو له خوا نیول شوي دي.

موسی کلا ولسوالي د هلمند په شمال ۹۰ کیلومیترۍ کې موقعیت لري، چې له تیرو درو کالو راهیسې له دولتي حاکمیت څخه وتلې ده.

امنیتي مقامات وايې، چې د هلمند په شمال کې وسله وال طالبان صحرايي محکمې تر سره کوي او زندانونه هم لري.

تر هلمند مخکې د دې ولایت په ګاونډ ارزګان ولایت کې هم دوې اونی وړاندې افغان ځانګړو ځواکونو د وسله والو پر یوه زندان په برید کې ۸ تنه زندانیان له بند څخه ازاد کړي وو.

خپله وسله والو طالبانو په هلمند کې د خپل زندان د ماتېدو په اړه کومه تبصره نده کړې.

د کندهار سرحدي سیمو کې جګړې شوي

په کندهار کې امنیتي مقامات وايي، چې تېره شپه وسله والو طالبانو د ډیورنډ کرښې ته نږدې د سپین بولدک او ارغستان ولسوالیو ترمنځ د لکړۍ پر امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه کړې چې په ترځ کې يې چارواکې وايې یوولس پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

۱۶ پوليسو پکې مرګ ژوبله اوښتې او ۲۵ وسله وال برید کونکې وژل شوي.

جګړه د شپې له ۱۱ بجو څخه پيل او بیا د سهار تر ۴ بجو پوري يې دوام در لود.

د کندهار د پوليسو ویاند ضیا دراني امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې جګړه د لکړۍ په سیمه کې، چې د ډیورنډ کرښې په دوه کیلو میتری کې پرته ده شوي دي.

ښاغلي دوراني وویل، په دې جګړه کې ۲۵ وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو بیا د یوې اعلاميې په خپرولو سره ادعا کړې چې په سرکار ویاله او لکړۍ سیمو کې د پوليسو ۴ پوستې لمنځه وړي او افغان ځواکونو ته يې ډیره مرګ ژوبله اړولې ده.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG