د لاس رسي وړ اتصالات

افغان چارواکي وایي غزني کې یې ۵۰ کسان له طالبانو ازاد کړي


امنیه قوماندان نه دي ویلي چې دغه کسان د طالبانو د کومې یوې ډلې او قوماندان په ولکه کې وو.
امنیه قوماندان نه دي ویلي چې دغه کسان د طالبانو د کومې یوې ډلې او قوماندان په ولکه کې وو.

د غزني امنیتي چارواکي وايي چې نږدې ۵۰ تنه ددغه ولایت په کټه واز ا ګیرو ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو په لړ کې د طالبانو له منګلو خوشې کړل شوي دي.

د غزني امنیه قوماندان جنرال امین الله امرخیل امریکا غږ آشنا ته وویل چې د خوشې شویو زندانیانو په ډله کې عام خلک او د امنیتي ځواکونو خپلوان شامل دي چې له دولت سره د همکارۍ په تور نیول شوي وو.

ښاغلی امرخیل وايي "له تیرو دوو کلنو راهیسې له ۴۵ څخه تر ۵۰ پورې ملکي کسان له دولت او امنیتي ځواکونو سره د همکارۍ په تور له دوی سره په نان غند سیمه کې چې د غزني ښار په ۹۰ کیلو مترۍ کې موقعیت لري بندیان وو چې د یو لړ اپراتیفي عملیاتو په لړ کې خوشې شول".

وسله والو طالبانو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

د یادولو وړ ده چې په تیر یوه کال کې په هلمند ولایت کې هم د طالبانو پنځه زندانونه د امنیتي ځواکونو لخوا ویجاړ شوي دي.

د غزني ولایت امنیتي چارواکي وايي وسله والو طالبانو د زندانیانو له کورنیو څخه هره میاشت پیسې اخیستې او په تمه وو چې دغه کسان په صحرايي محکمو کې محاکمه کړي.

غزني‌ د افغانستان په مرکز کې یو ناامن ولایت دی چې ددغه ولایت د ناوې ولسوالۍ له تیرو لسو کلنو راهیسې د طالبانو په ولکه کې ده او په ځینو نورو ولسوالیو کې هم وسله وال طالبان شتون لري.

د غزني امنیه قومان جنرال امین الله امرخیل په وینا د خوشې کړای شویو زندانیانو په ډله کې ځیني کسان د پکتیکا ولایت اوسیدونکي دي، خو امنیه قوماندان نه دي ویلي چې دغه کسان د طالبانو د کومې یوې ډلې او قوماندان په ولکه کې وو.

XS
SM
MD
LG