د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونو د درقد ولسوالۍ بیرته ونیوه


د تخار ولایت له مرکز څخه د دغه ولایت د درقد ولسوالۍ ته د ځمکې لاره نشته او خلک د کوجنیو کشتیو څخه د تګ راتګ لپاره کار اخلي.
د تخار ولایت له مرکز څخه د دغه ولایت د درقد ولسوالۍ ته د ځمکې لاره نشته او خلک د کوجنیو کشتیو څخه د تګ راتګ لپاره کار اخلي.

د افغانستان د کورنیو او دفاع وزارتونو په دوه جلا اعلامیو کې له خپلو مخالفینو څخه د درقد د ولسوالۍ د نیولو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د دغې ولسوالۍ د بیرته نیولو عملیات تیر ماښام پیل شوي وو، چې نن سهار د ولسوالۍ د مرکز په نیولو سره په دغه ولسوالۍ باندې د افغانستان بیرغ ورپول شو.

د کورنیو چارو وزارت په خپلې اعلامیې کې ویلي چې په دغو عملیاتو کې ۲۰ تنه مخالف وسله وال وژل شوي او ۴ ټپيان شوي دي.

خو د ملي دفاع وزارت په اعلامیه کې د وژل شوو او ټپي شوو وسله والو مخالفینو شمیر دیرش تنه ښودل شوی او ویل شوي چې ۹ تنه وسله وال یې ژوندې نیولي دي.

د ملي دفاع وزارت وايي، په دغو عملیاتو کې د افغان ځوکونو یو سرتیری وژل شوی او د دوه نور ټپیان شوي دي.

د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه وايي، چې اوس د درقد ولسوالۍ په لرو پرتو سیمو کې تصفیوي عملیات روان دي.

د تخار د والی ویاند سنت الله تیمور امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې نن سهار د درقد د ولسوالۍ په مرکز کې چوک کې افغان ځواکونو د طالبانو سپین بیرغ کښته او افغان ملي بیرغ یې هلته ورپاوه.

دی وايي، د بیرغ د لوړولو په مراسمو کې د سیمې اوسیدونکو هم برخه اخیستی وه.

د تخار د والي ویاند وویل چې د درقد د ولسوالۍ د ځنګل د سمیې پرته نور ټول کلي د افغانستان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

ښاغلي تیمور وویل "کوم معلومات چې موږ ترلاسه کړي، یو شمیر وسله‌ وال د ځنګل سیمې ته چې له تاجکستان سره په پوله پروته ده، تښتېدلي او یو شمیر نورو یې وسلې ایښي او په کورنو کې پټ شوي دي چې د موندلو لپاره یې په دغه ولسوالۍ کې کورپه کور تلاشي پیل شوې ده انشا‌ء الله چې زموږ بل برید به په هغه ځنګل وي چې مخالفینو ورته پناه وړې ده."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د درقد د بیرته نیولو په عملیاتو کې د ملي پولیسو او ملي اردو ځانګړي ځواکونو سره د افغان پوځ هوايي ځواک هم مرسته کړې ده.
دا ولسوالۍ درې میاشتې وړاندې طالبانو په خپل کنټرول کې راوستې وه.

تر اوسه طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ د آمو سیند په غاړه یوه پرته ولسوالۍ ده، چې د دغه ولایت له مرکز څخه ولسوالۍ ته خلک او حکومتي چارواکي د کوچنیو کښتیو له لارې تګ راتګ کوي.

XS
SM
MD
LG