د لاس رسي وړ اتصالات

د تخار خواجه غار ولسوالۍ بیرته افغان ځواکونو ونیوله


تخار کې چارواکي وایي، افغان ځواکونو د خواجه غار ولسوالۍ وروسته له هغې له طالبانو ونیوه چې دغې ولسوالۍ ته تازه دم ځواکونه ورسیدل
تخار کې چارواکي وایي، افغان ځواکونو د خواجه غار ولسوالۍ وروسته له هغې له طالبانو ونیوه چې دغې ولسوالۍ ته تازه دم ځواکونه ورسیدل

هم افغان حکومت او هم طالبانو د تخار ولایت د خواجه غار د ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې ده.

د تخار ولایت ولایتي چارواکي دا مني چې د دغه ولایت د خواجه غار ولسوالۍ مرکز د یو ساعت لپاره وسله والو طالبانو لاس ته ورغلې وه، خو وایي، چې د دغې ولسوالۍ مرکز یې بیرته د یوې سختې جګړې وروسته نیولی دي .

د تخار د والي ویاند سنت الله تیمورامریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې خواجه غار ولسوالۍ یې دغې ولسوالۍ ته د تازه دمو ځواکونو د رسیدلو وروسته له وسله والو طالبانو نیولې ده.

هغه وویل، چې په دغه جګړه کې تلفات شته، خو په اړه یې نور جزئیات ورنکړل.

د تخار د والي ویاند وویل، چې طالب وسله والو د خواجه غار د ولسوالۍ او امنیه قوماندانۍ ودانیو ته اور اچولی او هم یې د ولسوالۍ د بازار یوه برخه سوزولې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم په یو بیان کې د وسله والو طالبانو څخه د خواجه غار د ولسوالۍ د بیانیولو خبر ورکړی او ویلي دي، چې تیره شپه افغان ځواکونه ملکي وګړو ته د سر د زیان د رسیدلو د اندیښنو له امله د دغې ولسوالۍ له بازار څخه په شا شوي وو.

د کورنیو چارو وزارت په دغه جګړه کې وسله والو طالبانو ته د سر د زیان د اړولو ادعا هم کړې، خو په اړه یې جزئیات نه دي ورکړي.

طالبانو په یو بیان کې ویلي چې د خواجه غر ولسوالۍ لا هم د دغې ډلې د وسله والو په لاس کې ده، خو ویلي دي چې د دغې ولسوالۍ شاوخواته افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد د ټویټر په پاڼه لیکي چې طالب وسله والو د خواجه غار د ولسوالۍ د نیولو پر وخت دولس افغان پولیس وژلي اوڅلور یې ژوندي نیولي دي.

همداشان طالبانو په دغو جګړو کې د پنځه زرې وسایطو او اتو رینجر پک اپ د نیولو ادعا هم کړې ده.

د بلې خوا د دغې ډلې یو بل ویاند قاري محمد یوسف احمدي د ټویټر په پاڼه د سرپل ولایت د سنګ چارک په ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو څخه د مسجد سبز او توپخانه په سیمو کې د امنیتي پوستو د نیولو ادعا کړې او ویلي دي چې په دغو جګرو کې یې د افغان ځواکونو ګڼ منسوبین وژلي دي.

دوه ورځې وړاندې د کندوز ولایت د خان اباد ولسوالۍ هم د طالبانو له خوا نیول شوې وه، خو سیمې ته د ملي اردو د کمانډو په رارسیدو سره د همغې ورځې په پای کې بیرته خان اباد ولسوالۍ افغان ځواکونو ونیوله.

خواجه غار په داسې حال کې سقوط کړی چې د طالبانو له خوا دخان اباد ولسوالۍ د نیولو د خبر د اوریدو وروسته د تخار والي له یو شمیر ولسي پاڅون کوونکیو سره خان اباد ته راغی اود طالبانو پر خلاف یې په جګړه کې برخه واخیستله چې پر ځینو پوستو له برید وروسته یې په عامه رسنیو کې تصویرونه هم خپاره شول.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG