د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونو د بدخشان د کوهستان ولسوالۍ بیرته له طالبانو ونیوله


وسله والو طالبانو د کوهستان ولسوالۍ د پنجشنبې په شپه نیولې وه.
وسله والو طالبانو د کوهستان ولسوالۍ د پنجشنبې په شپه نیولې وه.

د بدخشان کوهستان ولسوالي ۲۴ ساعته د دولت د مخالفو وسله والو طالبانو په ولکه کې له پاتې کیدو وروسته پرون مازیګر افغان ځواکونو دغه ولسوالي بیرته ونیوله.

د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند ثناءالله روحاني امریکاغږ ته وویل چې د ملي اردو، ملي امنیت او پولیسو ځواکونو دغه ولسوالي پرون مازیګر بیرته ونیوله.

وسله وال طالبان د پنجشنبې په شپه د کوهستان ولسوالۍ له درې ورځو جګړو وروسته له افغان ځواکونو نیولې وه.

هغه زیاته کړه چې په دغو عملیاتو کې ۱۰ تنه مخالف وسله وال وژل شوي او ۷ تنه نور یې ټپیان شوي دي.

روحاني وویل چې د پولیسو درې تنه هم په دغه جګړه کې وژل شوي او ۴ تنه نور یې ټپیان شوي چې په ټپيانو کې د کوهستان د ولسوالۍ د محکمې مشر هم شامل دی.

هغه وویل چې له وسله والو مخالفینو سره د کوهستان په نیولو کې خارجي اتباع هم ملګري وو او ددغې ولسوالۍ له نیولو وروسته یې په سیمه کې د تالاشۍ پاټکونه جوړ کړي وو.

وسله والو طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو له خوا د کوهستان د ولسوالۍ د بیرته نیولو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

وسله وال طالبان د بدخشان ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې فعال حضور لري او د دغه ولایت د وردوج او یمګان ولسوالۍ د تیرو دوو کالو ر اهیسې د دغې ډلې د وسله والو په لاس کې دي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG