د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې افغان ځواکونو د طالبانو پر مرکزونو عملیات کړي


کندهار کې امنیتي چارواکي وايي په دغه ولایت د شنبې د سهار عملیات د میوند په ولسوالۍ کې شوي دي.
کندهار کې امنیتي چارواکي وايي په دغه ولایت د شنبې د سهار عملیات د میوند په ولسوالۍ کې شوي دي.

د کندهار امنیتي مقامات وايې، چې نن د شنبې په سهار د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې، چې د دغه ولایت د میوند په ولسوالۍ کې د طالبانو پر مرکزونو کړي، دیرش وسله وال طالبان وژل شوي.

چارواکي وايي، دا عملیات د میوند ولسوالۍ د سره بغل په سیمه کې د وسله والو طالبانو پرلسو مرکزونو شوي.

د کندهار د پوليسو ویاند ضیادراني امریکاغږ اشنا رادیو ته وویل چې د "صفر درې" قطعې قواوو د سره بغل په سیمه کې د وسله والو طالبانو پر لسو مرکزونو عملیات تر سره کړي دي.

ښاغلي دراني وویل " د سره بغل سیمه چې د میوند ولسوالۍ اړوند ده او دغه راز د ژړي او غورک ولسوالیو سره هم نږدې پرته سیمه ده د وسله والو عمده مرکزونه پکې فعال وو ، چې د کره استخباراتي معلوماتو له مخې نن سهار وختي عملیات پرې وشو،چې په ترځ کې يې ۳۰ وسله وال وژل شوي".

د کندهار د پوليسو ویاند وویل، په دې عملیاتو کې ۲۶ موټرسائکل ۸ موټر، یوګرځنده روغتیايي مرکز او د کمپوټرو یوه دستګاه هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

امنیتي مقامات زیاته وي چې پدې عملیاتو کې دوه افغان سرتیري هم ټپیان شوي دي.

طالبانو لا تراوسه د کندهار د امنیتي چارواکو دغې ادعا په اړه رسنیو ته غبرګون نه دی ښودلی.

میوند ولسوالي د کندهار په لویدیځ کې له هلمند ولایت سره پر پلوه پرته نا امنه ولسوالي ده چې د کندهار د شمالي ولسوالیو او هلمند ولایت ترمنځ د دولت د وسله والو مخالفینو د جګړه ایزو فعالیتونو او تګ راتګ عمده سیمه بلل کیږي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG