د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت: هیوادونه دې طالبانو څخه د ملاتړ پرځای له سولې ملاتړ وکړي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سیمې او نړۍ د هیوادونو څخه غوښتي، چې د طالبانو د ډلې څخه د ملاتړ پر ځای دي د افغان سولې څخه ملاتړ وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هیواد د پنجشنبې په ورځ اګست ۲۰ ( زمري ۳۰) د امریکا د سي این این تلویزیوني شبکې د راپور په اړه ، چې په کې ایران په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو د وژلو لپاره طالبانو ته د پيسو په برابرولو تورن شوی وویل، چې افغان حکومت د سولې په هکله د ایران د دریځ او دا چې دا ایران په دغه هیواد کې د بین الافغاني خبرو کوربتوب ته چمتوالی ښودلی هرکلی کوي.

خو ښاغلي هیواد پرته له دې، چې د ایران نوم واخلي وویل، چې د افغان حکومت تمه له ټولو هیوادونو داده، چې په افغانستان کې د سولې له بهیر څخه ملاتړ وکړي.

ښاغلي هیواد وویل " د افغان حکومت تمه د سیمې د ټولو هیوادونو او نړۍ څخه داده، چې د طالبانو له ډلې ملاتړ نه، بلکې د افغانستان د سولې له بهیر څخه ملاتړ وکړي".

ګران هیواد وویل، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سولې د بهیر په اړه د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د رامنځ ته کولو لپاره هڅې کوي، ترڅو دا هڅې دغه هیواد د سترو هیوادونو ، سیمې او ګاوڼدیو د ګډو ګټو په ډګر بدل کړي.

تیره ورځ د افغانستان جمهوري ریاست هم امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې په افغانستان کې سوله د سمیې او نړۍ په ګټه ده.

د امریکا د سي این این تلویزیوني شبکې د یو راپور له مخې ایران د حقاني د ډلې د مشر سراج الدین حقاني په ګډون طالبانو ډلې ته په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو د وژلو لپاره پیسې برابرې کړي دي.

ایران د بهرنیو چارو وزارت د سي این این دا پور په کلکه رد کړی دی او دا راپور یې یوازې بې اساسه تورونه بللي دي.

XS
SM
MD
LG