د لاس رسي وړ اتصالات

راتلوونکې پنجشنبه کابل د تايپې د پروژې د غونډې کوربه دی


ښاغلی مستغني وايي، د نل لیکې دا ستره اقتصادي پروژه به په ۲۰۱۸ میلادي کال کې ګټه اخېستلو ته چمتو شي.
ښاغلی مستغني وايي، د نل لیکې دا ستره اقتصادي پروژه به په ۲۰۱۸ میلادي کال کې ګټه اخېستلو ته چمتو شي.

د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د ګازو د نل لیکې د سترې اقتصادي پروژې د یوویشتمې ناستې کوربه دا ځل د افغانستان پلازمینه کابل دی او دې ناسته کې به ددې پروژې په ګټونکي شرکت پرېکړه وشي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، راتلوونکې پنجشنبه به پلازمینه کابل د تايپې د ګازو د نل لیکې د غړو هیوادونو د نفتو او پطرولیم د وزیرانو د یوویشتمې ناستې کوربه وي او پدغه ناسته کې به د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند لوړ پوړي چارواکي د فرانسوي شرکت توتال برخلیک معلوم کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني خبریالانو ته وویل د تایپې د غړو هیوادونو د وزیرانو پدې غونډه کې به ترکمنستان دا په ډاګه کړي، چې ددې پروژې وړونکی شرکت کوم دی، هغه وویل ترکمنستان په ابتدايي ډول له فرانسوي شرکت توتال سره موافقه کړې خو د پخوانيو توافقاتو په اساس ترکمنستان اړ دی، چې د مارچ تر پایه دا په ډاګه کړي، چې له توتال شرکت سره یې مذاکرات چېرته رسېدلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني خبریالانو ته وویل‪"‬ ترکمنستان د توتال له فرانسوي شرکت سره چې ددې پروژې یو له مهم کاندیدانو شرکتونو دی له ابتدايي مذاکراتو وروسته د اول ځل لپاره په اساسي ډول هوکړې ته رسېدلی دی.‪"‬

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل دوو نورو نفتي شرکتونو چې یو یې روسی روستیک او بل یې چینايي چې د چین د خلکو د ګازو د نل لیکې شرکت دی هم علاقمندي ښودلې چې دا پروژه پرمخ بوځي، خو د کابل په ناسته کې به ترکمنستان ددغو دوو شرکتونو په تړاوو هم معلومات ورکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني وویل‪"‬ د تايپې د پروژې پدې ناسته کې به ددې پروژې د تړونونو د شفاقیت او څرنګوالي په تړاوو هم بحث وشي، دا ډول به د تايپي لمټډ د سهم لروونکو چې څلور سهم لرونکي په وروستي کتار کې دي، د تجارتي اسانتیاوو په معاملاتو به هم خبرې وشي.‪"‬

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د ګازو د نل لیکې دا ستره اقتصادي پروژه به په ۲۰۱۸ میلادي کال کې ګټه اخېستلو ته چمتو شي.

په دېرشو راتلوونکو کلونو کې به هر کال پاکستان او هند ته دري دېرش ملیارده متره مکعبه ګاز صادر شي او په هر میاشت کې به افغانستان ته څوارلس ملیونه متره مکعبه ګاز صادریږي.

د تايپې په پروژې په دوه زره او پنځم میلادي کال کې په کابل کې د ریکا په غونډه کې چې د سیمې د هیوادونو د اقتصادي همکاریو ناسته وه دغو څلورو هیوادونو هوکړه کړې وه او د ګازو د نل لیکې اوولس سوه کیلومټره پايپ لاین به له ترکمنستان، د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته وغځيږي.

ددې غونډې د وزیرانو تېره ناسته په اسلام اباد کې شوې وه.

اقتصادي کارپوهان د تايپې پروژه خورا مهمه ګڼي او ددې پروژې په تطبیق سره د افغانستان اقتصادي وده تړلې بولي خو ددې پروژې لپاره د امنیت ټینګښت اساسي شرط بولي

XS
SM
MD
LG