د لاس رسي وړ اتصالات

سویس کې د افغان فنډ د مدیریه هیت لومړۍ غونډه وکړه


د افغانستان د مرکزي بانک دا پیسې د سپټمبر په میاشت کې سویس کې یو ځانګړي صندوق ته واستول شوې.
د افغانستان د مرکزي بانک دا پیسې د سپټمبر په میاشت کې سویس کې یو ځانګړي صندوق ته واستول شوې.

د متحده ایالاتو د خزانې وزارت وایي چې په ژنیو کې د افغان فنډ د معتمدینو مدیریه هیت د لومړي ځل لپاره دوشنبه نومبر ۲۱ (لړم۳۰) غونډه کړې.

د وزارت په اعلامیې کې راغلي چې په غونډې کې د دې فنډ د لا عملیاتي کیدو لپاره یو لړ اقدامات وشول. د بورډ غړیو په اصولو کې موافقه کړې چې په لومړي سر کې به د دې فنډ یو مشر افغانستان کې وي او همدارنګه یې د افغانستان د مشورتي کمیټې د جوړیدو غوښتنه کړې.

د خزانې وزارت همدارنګه ویلي چې پدې غونډې کې د بورډ غړیو ومنله چې د افغانستان فنډ د شتمنیو د خوندي کیدو لپاره به "منطقي پانګونه" کوي، د دې پیسو د احتمالي ورکړې لارې چارې به لا واضح کوي او د اجرائیوي منشي د استخدام لپاره به هم یو بهیر پیلوي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې د دې فنډ څخه د غیر قانوني کړنو لپاره د ګټې اخیستو د مخنیوي لپاره قوي حفاظتي اقدامات شوي او د بورډ غړیو پدې غونډې کې د لا ډیرو حفاظتي اقدماتو په کیدو ټینګار وکړ.

د بورډ غړیو ویلي چې د کلني تفتیش او پدې خاطر چې یقیني شي دا پیسې د افغانستان د ولس لپاره کارول کیږي، د یو بهرني مفتش استخدام کول وغوښتل.

متحده ایالاتو د خزانې او بهرنیو چارو د وزارتونو د لارې د نړیوالو همکارانو او سویس حکومت او افغان اقتصادي کارپوهانو سره په همغږۍ دا صندوق د روان ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په میاشت کې جوړ کړ.

د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ نېټه په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته د امریکا حکومت د اووه میلیارد ډالرو په ارزښت د افغانستان شتمنۍ ګنګل کړې چې د طالبانو لاس ته ورنشي. څه موده مخکې یې د دغو شتمنیو نیمايي یې افغان فنډ ته واستولې.

د امریکا د امریکا د مالیې وزارت ویلي چې دا پېسې د افغانستان بانک ته، چې طالبان یې کنترولوي، نه انتقالېږي، بلکې نوي‌ جوړ شوي صندوق ته به انتقالېږي چې د افغانستان د مرکزي بانک د ټولو معاملاتو، د وارداتي برېښنا د پېسو د ورکولو، د پورونو د ورکولو او د پېسو د چاپولو په ګډون د نورو ټولو اړوندو اړتیاوو د پوره کولو مسئولیت به په غاړه لري.

د رویټرز خبري اژانس د راپور په اساس د افغانستان د پخوانیو حکومتونو د دوو چارواکو، د مالیې پخواني وزیر انورالحق احدي او د افغانستان بانک د عالي د شورا غړي شاه محمد محرابي په ګډون یو پلاوی به د «افغان فنډ» چارې څاري. دا نوی جوړ شوی صندوق د سویس په ژنیو ښار کې دی.

XS
SM
MD
LG