د لاس رسي وړ اتصالات

د لومړني افغان ستورمزلي جنازه له جرمني څخه کابل ته لېږدول کېږي

مومند څو ورځې وړاندې په جرمني کې د ۶۵ کالو په عمر وفات شو.
مومند څو ورځې وړاندې په جرمني کې د ۶۵ کالو په عمر وفات شو.

ټاکل شوې چې د افغان لومړني ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه له جرمني څخه افغانستان ته ولېږدول شي.

افغان رسنیو په کابل کې د چارواکو په حواله خبر ورکړی چې د مومند جنازه به د دوشنبې په ورځ [جولای ۶مه] کابل ته ورسېږي او په هماغه ورځ به خاورو ته وسپارل شي.

مومند څو ورځې وړاندې په جرمني کې د ۶۵ کالو په عمر وفات شو.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون د یکشنبې په ورځ [جولای ۵مه] په خپلې اېکس پاڼې کې لیکلي چې جنازه به د فاع، بهرنیو چارو او د هوايي چلند د وزارتونو په همغږۍ انتقال او په مراسمو کې به لوړپوړي چارواکي برخه واخلي.

عبدالاحد مومند په ۱۹۸۸ کال کې فضا ته تللی و او په نړیوال فضايي مرکز کې یې نهه ورځې تیرې کړې. د هغه دا ماموریت د افغانستان په علمي او هوايي تاریخ کې یوه مهمه لاسته راوړنه ګڼل کېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG