د لاس رسي وړ اتصالات

په تخار کې باغداري د ودې په حال کې ده


په تخار کې باغداري د ودې په حال کې ده
په تخار کې باغداري د ودې په حال کې ده

د فرخار ولسوالۍ پنځه دیرش کلن بزګر محمد ابراهیم چې په خپله یو جریب ځمکه کې یې د بادامو، شفتالو او ناکو نیالیګي کینولي، د باغ په خیشاوه کولو بوخت دی.

هغه د نیالګیو بیخونه ددې لپاره په بیل اړوي چې په وینا يې ښه وده وکړي، ابراهیم وایي چې څو کلونه وړاندې یې په خپله یو جریب ځمکه کې کوکنار کرلي وو، خو زیاتوي چې کومه د پام وړ ګټه یې ترې نه وه اخستې، نو ځکه یې باغدارۍ ته مخه کړې.

"یو کال مې یو جریب ځمکه کې کوکنار کرلي وو، خو چې څومره زحمت مې ورسره وویست هغومره حاصل یې ونه کړ، نو ځکه مې باغدارۍ ته مخه کړه"

نوموړی د خپل باغ په اړه وايي: "په باغ کې مڼې، بادام، ناک، څو ډوله شفتالو، الوچې او انګور لرم"

د تخار ولایت د زراعت ریاست چارواکي وايي چې په تېرو درې کلونو کې په دغه ولایت کې د مختلفو میوو په سلګونو باغونه جوړ شوي، چې په وینا یې ددغه باغونو په جوړیدو سره د یو شمیر باغدارانو اقتصادي وضیعت هم ښه شوی دی.

باغوان محمد ابراهیم وايي چې د باغ حاصلات یې د تېرو کلونو په پرتله زیات شوي دي، چې د نوموړي په وینا لامل یې د ځینو نا دولتي موسسو لخوا دوی ته د باغدارۍ په اړه د مسلکي زده کړو ورکول دي.

"اول موږ په باغدارۍ سم نه پوهیدو، د ونو د څانګو په وهلو، نیالګي کینولو، د سرې په ورکولو، او اوبه کولو یې سهي نه پوهیدو، خو اوس مو دغه هر څه زده کړي، او ورسره مو حاصلات ښه شوي دي"

د محمد ابراهیم په څیر د فرخار ولسوالۍ ډیر شمیر نورو بزګرانو هم باغدارۍ ته مخه کړې، ځکه چې دوی په کال کې د یو جریب ځمکې څخه لږ تر لږه د شپیته زره افغانیو میوې خرڅوي.

مرسي کورپس، اکټید او اغاخان هغه موسسې دي چې په تخار ولایت کې یې د باغدارۍ د عامولو په برخه کې د پام وړ کارونه کړي.

د اغاخان موسسې یو انجنیر سلیمان وايي چې دوی تر دې وخته په فرخار ولسوالۍ کې د باغدارۍ د زده کړې شپږ کورسونه جوړ کړي، چې په وینا یې په کې یې د دغې ولسوالۍ ۶۰ بزګرانو ته د باغونو جوړولو عملي زده کړې ورکړي دي.

" موږ بزګران راټولوو، او عملا ورته د باغدارۍ زده کړې ورکوو، د ونو د څانګو پریکولو، اوبه خور، سرې ورکولواو د نباتي ناروغیو د کنټرولولو په اړه زده کړې ورکوو، همدارنګه ورته ګټور او زیان رسوونکي حشرې ورپیژنو، او زموږ بل فعالیت دادی چې بزګران دې ته نه پریږدو چې په میوو دانو باندې زهري مواد وپاشي ځکه چې هغه د چاپيریال لپاره زیانمن دي"

د تخار د کرنې رییس معین الدین عیني وايي چې په تېرو درې کلونو کې ددغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ګڼ شمیر باغونه جوړ شوي دي، هغه وايي: "په تېرو درې کلونو کې په اوسط ډول زر یو جریبه باغونه جوړ شوي، چې مجموعا زرجریبه کیږي، په ویاړ سره ویلی شم چې د زراعت او باغدارۍ په برخه کې مو د پام وړ پرمختګ کړی دی"

عیني په دغه ولایت کې د میوو د پروسس د کارخانو ، د سړو خونو، او بریښنا نشتوالی هغه ستونزې ګڼي چې له امله یې د باغدارانو حاصلات په مناسبه بیه نه پلورل کیږي.

"باغداري د کوکنارو بدیل کیدای شي، خو موږ سړې خونې نه لرو، د میوو د پروسس کارخانې نه لرو، د ناکو یا مڼو په موسم کې که ۷ کیلو ګرامه ناک یا مڼې چې له ورسجه راځي قیمت یې ۷۰ یا ۸۰ افغانی وي، ځکه چې هغوی یې د ساتلو ځای نه لري"

تخار ولایت د باغدارۍ لپاره ښه آب وهوا، کافي اوبه او مناسب ځایونه لري، چې د کرنې ریاست د چارواکو په وینا دوی به د دغه ولایت د بزګرانو سره د باغدارۍ په پرمختګ کې د پام وړ کارونه وکړي.

XS
SM
MD
LG