د لاس رسي وړ اتصالات

غني طالبانو ته: که افغانان يئ اختیار مو ګاونډي ته مه ورکوئ


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني طالبانو ته په خطاب کې وویل که افغانان دي، نو د سولې اختیار دې د ګاونډي مملکت ته په لاس کې نه ورکوي او په ويناء یې طالبان دې ورسره بین الافغاني مذاکراتو ته کښيني.

ولسمشر محمد اشرف غني چې نن غرمه په ارګ کې د ځوانانو، ښځو او مدني فعالانو مشورتي ملي کنفرانس ته ویناء کوله وویل چې که طالبان د سولې اختیار ګاونډي هیواد ته ورکړي نو د سولې موضوع به داسې وپيچي چې افغانانو ته به د منلو وړ نه وي.

ولسمشر غني وویل" زه په طالبانو نعره کوم، چې راشي بین الافغاني مذاکره وکړو. که افغانان يئ نو اختیار مو ګاونډي مملکت ته مې ورکوئ، که اختیار مو هغوی ته ورکړ نو هغوی به وغواړي چې مونږ سولې ته ورسیږو؟ داسې به مو وپيچي، داسې شیان ورته وايي چې زمونږ ځوانانو، ښځو او مدني ټولنې ته به د منلو نه وي".

ولسمشر وویل د سولې مذاکرات درې مرحلې لري، له مذاکراتو مخکې مرحله، مذاکرات او د تړون تضمین. په لومړیو دوو مرحلو کې بین الافغاني هڅو او وروستۍ مرحله کې نړیوالو تضمینونو ته اړتیا لیدل کیږي.

د پاکستاني عالمانو فتوا

افغان ولسمشر د پاکستاني علماء د وروستۍ فتوا په اړه چې پدغه هیواد کې یې ځانمرګي بریدونه حرام بللي وو، وویل چې ایا د اسلام اصول یوازې په یوه مملکت کې د تطبیق وړ دي او که په ټوله اسلامي نړۍ کې. ولسمشر وویل اسلام نړیوال دین دی او اوصول یې په ټوله دنیا کې د تطبیق وړ دي.

ولسمشر غني وویل "که ټول اسلام ته ده، نو دا فتواء اول باید د افغانستان لپاره تطبیق شي. تاسې له دې علماوو نه غوښتنه وکړئ، چې له کوم وخت نه د اسلام فتواء تعبیر په یو مملکت باندې محدودیږي. دا خو سوسیالیزم ندی چې ستالین په یو مملکت باندې محدود کړ. اسلام نړیوال دی".

د قانون حاکمیت

ولسمشر غني دې کنفرانس ته په ويناء کې دا هم وویل چې سولې ته رسیدل تر هغو ممکن ندي، چې د قانون حاکمیت نه وي شوی.
ولسمشر وویل چې دی ابادي غواړي، خو نور ویجاړي غواړي او ویجاړۍ ته به اجازه ور نه کړي.

هغه وویل "ستاسې د ولسمشر زړه نه لړزیږي، که دوی خیال کوي چې په بادونو به یې زړه ولړزیږي نو بیا دې فکر وکړي".

ولسمشر وویل د افغانستان بحران طبیعي ندی بلکې دا میراثي بحران به راتلوونکي نسل له منځه یوسي.

پدې کنفرانس کې د ځوانانو، ښځو او مدني فعالانو هم له طالبانو وغوښتل چې روانه جګړه دې پای ته ورسوي او له افغان حکومت یې چې د ملي پخلاینۍ لپاره جامع پلان جوړ کړي،

د ځوانانو، ښځو او مدني فعالانو دا ملي مشورتي ناسته دوه ورځنۍ وه او د افغانستان له ګوټ ګوټ نه پکې ۷۲۰ غړو برخه اخېستې وه.

XS
SM
MD
LG