د لاس رسي وړ اتصالات

افغان نجونې امریکا ته راځي، روباټ به یې سیالې وګټي؟


"مونږ به په راتلونکې کې الوتونکې موټرونه هم جوړ کړو"
"مونږ به په راتلونکې کې الوتونکې موټرونه هم جوړ کړو"

د افغانو نجونو د روباتیک تیم د پنجشنبې په ورځ (جولای ١٣) له هرات نه په دې هیله کابل ته راغلې چې د امریکا سفارت به ورته د ویزو ورکولو اسانتیا برابره او دوی به وکړای شي په نړیوالو سیالیو کې د افغانستان په استازیتوب برخه واخلي.

د ستیزن فنډ دیجیټال رئیسه رویا محبوب نن د اشنا تلویزون سره له نیویارک څخه د سکایب له لارې وویل چې د دغو نجونو له کورنیو نه کتبي تضمین اخیستل شوی چې په واشنگتن کې له سیالیو وروسته به بیرته افغانستان ته ستنیږي.

دغه نجونې به متحده ایالاتو ته له تخنیکي پلوه په ویزې نه بلکې د پرول (Prole) په نامه امریکا ته په موقت ډول راځي او دلته د لسو ورځو د پاتې کیدو اجازه ولري.

پرول د امریکا د مهاجرت په قانون کې هغو کسانو ته ورکول کیږي چې د ویزې شرایط پوره نه کړي بلکه په بشري دلایلو امریکا ته د ورتګ اجازه ورکړل شي.

د افغان روباټ جوړوونکو نجونو د دې ټیم غړي دوه ځلې مخکې هم له هرات څخه کابل ته د امریکا د ویزو د ترلاسه کولو لپاره راغلي خو دا ځل د امریکا د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ له خوا د امریکې حکومت ته دوی ته د ویزو د ورکولو په سپارښتنې ډاډه دي چې دا ځل ویزې به ترلاسه کړي.

د اغلې محبوب په وینا د دې نجونو د ویزو د ردیدلو دلیل دا ښودل شوی چې که چیرې څوک په لنډ سفر امریکا ته ځي نو دا گمان کیږي چې هلته به پاتې شي.

د امریکا جمهمور رئیس د چهارشنبې په ورځ د افغان روباټ جوړوونکو نجونو دغه ټیم ته د ویزې د ورکولو په بهیر کې شخصا مداخله وکړه او خپل حکومت ته یې سپارښتنه کړې چې د دغه ټیم غړو ته ویزې ورکړي دي.

د دې تیم یوه غړې رودابه نوري امریکا غږ ته وویل " غواړو هلته لاړ شو او په د نور هیوادونو سره د روباټونو په سیالۍ کې گډون وکړو. هیله لرو چې زمونږ روباټ یو مقام وگټي."

تر دې وړاندې په کابل کې د امریکا سفارت د نامعلومو دلایلو له مخې دغه ټیم ته د ویزو له ورکولو ډډه کړې وه. د دې ټیم بله غړي فاطمه قادریان بیا وايي چې دغې پرېکړې خواشیني کړي وې.

"مونږه خپله هیله له لاسه ورکړې و او ډیر خپه وو کله چې امریکا د افغانستان او نورو هیوادونو ترمنځ فرق وکړ، خو اوس مونږ ډیر خوشاله یو چې امریکا ته ځو."

د نجونو د روباټ جوړوونکو ټیم غړي لیدا عزیزي وايي په راتلونکې کې به نور روبوټونه هم جوړ کړي.

"مونږ به په راتلونکې کې الوتونکې موټرونه هم جوړ کړو."

د کابل اوسیدونکي په نړیوالو روبوټیکو سیالیو کې د افغان نجونو پر ګډون خوښ دي.

د روباټ جوړوونکو افغان انجونو دغه ټیم به د فرسټ ګلوبل په نوم په درې ورځنیو روباټیکو سیالیو کې برخه واخلي چې ۱۵۷ هېوادونه په کې ګډون کوي. دغه سیالۍ د یکشنې په ورځ په واشنګټن کې پیلیږي.

XS
SM
MD
LG